iqna

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران)د ایران له لورې د ټوریسټي ویزو د ورکولو د بهیر له بندیدا وروسته، اوس بیا د افغانستان د هرات ولایت ځایي چارواکو د دغه بهیر د پلېدو غوښتونکي شوي او له ایران ي لوري سره ئې موافقه شوې چي د ثبت نام بهیر د کنسولېټ تر نظارت لاندې تر سره شي.
د خبر لمبر: 3486825    خپرونې تاریخ : 2023/01/30

 ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن د پوه بنسټه ډګرونو له سلګونو تولیدونکو،ټيکدارانو او فعالانو سره په کتنې کې  د ایران د پرمختګ  لرلید او دملت راتلونکي له اوسنیو اټکلونو لا روښانه وبالۀ.
د خبر لمبر: 3486824    خپرونې تاریخ : 2023/01/30

ایکنا-(تهران)د مصر د اوقافو وزیر د مصر په نړیوالو سیالیو کې د اته پنځوسو هیوادونوشتون ته په اشارې سره د راتلونکی کال د روژې  د مبارکې میاشتې په اوه ویشتمه شپه ددغو سیالیو د غوره کسانو د درنښت د دستورو دترسره کیدا لپاره دپلانونې خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3486819    خپرونې تاریخ : 2023/01/29

ایکنا-(تهران)د منصور په نوم یو ۲۶ کلن افغان چې د ایران په سمنان ښار کې د دماعي سکتې له امله مړ شوی وو، مور او پلار یې د خپل مړ شوي زوی د بدن غړي په یاده سیمه کې نورو ناروغ افغانانو ته د هغوی د ژوند ژغورلو په موخه ورکړي وو.
د خبر لمبر: 3486814    خپرونې تاریخ : 2023/01/28

ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای نن سهار په امام خمینی امامباړې کې د صنعتي توانمنیو د نندارتون کتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3486812    خپرونې تاریخ : 2023/01/28

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د تهران پشمول په لسګونو ښارونو او ښارګیو کې مومنو او عبادت کونکو خلکو د جمعې له لمانځه وروسته په خودجوشه توګه په اروپايي هیوادونو کښې د قران کریم او دن ورو سپیڅلتیاؤ د سپکاويو د غندلو لپاره لاریونونه وکړل او له سپکاوي  دغه ډک اقدام یې وغاند.
د خبر لمبر: 3486811    خپرونې تاریخ : 2023/01/28

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی شورا ۲۳۷استازو په یوې اعلامیې کې په سویډ او هالینډ کې د قرآن کریم د سپکاویو په محکومولو سره ټينګار کړیدی ،دغه سپير او نابخښونکی اقدام او د آسماني دینونو مقدساتو ته سپکاوی،د استکباري قدرتونو یوه منظمه سناریو او پروسه ده.
د خبر لمبر: 3486802    خپرونې تاریخ : 2023/01/25

ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی شورا مشر په سویډ کې د قرآن کریم  له سپين سترګیتوبه ډکه بې احترامي په کلکه محکومه کړه او  وې وئيل، د سویډ سیاستوالان دغه پلان او ښکار اسلام ضده پروسه  د بیان د آزادۍ ددروغجنې ډنډورې ترشا نشي پټولی.
د خبر لمبر: 3486795    خپرونې تاریخ : 2023/01/24

ایکنا-(تهران) د سویډ د یوه افراطي یهودی په سپکاوي پسې په هالینډ کې ههم د یوې اسلام ضده ډلې مشر د قرآن کریم یوه نسخه ټوټه ټوټه کړه.
د خبر لمبر: 3486794    خپرونې تاریخ : 2023/01/24

ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان د سپاه په ضد د اروپائي پارلیمان د وروستي اقدام په غبرګون کې  ووئيل،اروپایان له سپاه سره سیالي نشي کولی.
د خبر لمبر: 3486787    خپرونې تاریخ : 2023/01/23

ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي جوته کړې ده،که حاج قاسم سلیماني او سپاه پاسدارانو مجاهدتونه نه وای نو اوس به په ایران او لویدیځه اسیا کې شرایط په بل ډول وو .
د خبر لمبر: 3486785    خپرونې تاریخ : 2023/01/22

ایکنا-(تهران)د ایران خارجه وزیرامیر عبداللهیان جوته کړه د اروپا پارلیمان احساسي فیصله کړی ده په هغوکسانو چی دغه کار یې کړی دی عقلانیت واکمن نه وو .
د خبر لمبر: 3486784    خپرونې تاریخ : 2023/01/22

ایکنا-(تهران)د جنوب ختیځي آسیا په حوزې کې دعراق کلتوري سلایارې احلام نعمه الفته  ووئیل،د ځينو کسانو لباره  نورو هیوادونو ته تلل ممکنه ده آسان نه وي،خو د ملایشیا د قرآني جشنوارې  ترسره کیدا دا فرصت ټولو خلکو ته برابروي،چې دلته راشي او له نړیوالو هنري آثارو سره بلد شي.
د خبر لمبر: 3486782    خپرونې تاریخ : 2023/01/22

ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندانپه هغه لیسټ کې چې اروپایان ئې ترهه ګر تنظیمونه ګڼي،د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دنامې په شاملو کې د اروپائي پارلیمان د سپیر اقدام په غبرګون کې ووئیل،اروپایان دې خپلې تیرې تیروتنې نه تکراروي.
د خبر لمبر: 3486778    خپرونې تاریخ : 2023/01/21

ایکنا-(تهران)د ملایشیا د رستو قرآنی هنرونو نړیواله جشنواره پرون سهار یعني د مرغومې دمیاشتې د شلمې نیټې سهار په پوتراجایا کې  واقع د ملایشیا رستو فاؤنډیشن دچاپ او نشر په مرکز کې پيل شوې ده.
د خبر لمبر: 3486775    خپرونې تاریخ : 2023/01/21

ایکنا-(تهران)د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې میرمن مریم اورنګزیب څو ساعته مخکې وویل ترهګر د ایران او پاکستان د اړیکو د خرابولو هڅه کوي خو زمونږ اراده قوي ده او ترهګرو ته د ماتي ورکولو کلک هوډ لرو.
د خبر لمبر: 3486773    خپرونې تاریخ : 2023/01/19

 ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د اروپائي پارلیمان د لوسوهونکي او نادود پریکړه لیک مسودې په صادریدا پسې د  اسلامی ایران خارجه وزیر  اود اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست د کمیشن د مسئول ټيلیفوني خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3486771    خپرونې تاریخ : 2023/01/19

ایکنا-(تهران)ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرامیرعبداللهیان په انقره کې د ترکیې له خارجه وزیر چاووش اوغلوسره په ګډ خبری کنفرانس کې په افغانستان کښې د بدلونونو او له زده کړې او کار څخه د میرمنو او نجونو په بې برخې کولو کښې د افغانستان د موقته حکومت کړنلاره  د اسلام د مبین دین له رحماني نظر سره په ټکر کښې وبلله.
د خبر لمبر: 3486769    خپرونې تاریخ : 2023/01/18

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود د اسلامی تبلیغاتو د ادارې له مشر او یوشمیر مدیرانو سره په کتنې کې پر ماډرن تفکر مشتمل او د تبلیغ د کلتوري او اجتماعي ضرورتونو په نظر کې  په نیولو مشتمل د ویاړمنو محصولاتو تولید او وړاندې کول له پروردګاره په عین بشپړخضوع حالت کې،د تبلیغاتي کلتوري ادارو دوې مهمې دندې وبللې
د خبر لمبر: 3486765    خپرونې تاریخ : 2023/01/18

ایکنا-(تهران)د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي د اقغانستان به چارو کې دروسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف ته ډاډ وکرړی چې دطالبانو دحکومت رهبری دخپلو روسي دوستانو سپارښتنو ته غوږ ږدي  او  د یوه ټولشموله حکومت پر جوړیدا او همداراز د افغانستان د میرمنو او انجونو د اساسی حقوقو پشمول د بشری حقوقو د مسئلو په باب  کارکوي.
د خبر لمبر: 3486757    خپرونې تاریخ : 2023/01/16