د ایکنا راپور له مخې، له السومریه نیوز نه په نقل، د اروپا د اتحاديي سفارتونو، پرون په یوه بیانیه کشې د عراق په داخلي چارو کښې مداخلت وکړ او د عراق مستعفي شوي ولسمشر عادل عبدالمهدي باندې د دباؤ او د مظاهرو په اړه د ځیني اقداماتو غوښتنه وکړه.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت هم نن په یوه بیانیه کښې د انګلیس، فرانسه او جرمي د دغه غوښتنې په ځواب کښې غبرګون وښود او دا یې د خپل هیواد په داخلي چارو کښې مداخلت وګڼلو او د دغه څلورو هیوادونو سفیران یې احضار کړل.
هم دې سره سم، د عراق د دفاع وزارت سره تړلې یوې ادارې هم څرګندونه وکړه چې د عراق د ملي امنیت د شورا په فیصله، الحشد الشعبي به د بغداد سړکونه خالي کړي.
هغه وویل چې دا فیصله د عراق د ملي امنیت د شورا په غونډه کښې شوې چې په دغه غونډه کښې د الحشد الشعبي سازمان مشر هم شتون لرلو.
https://iqna.ir/fa/news/3862962/