د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو پیل؛
ایکنا- «له قرآن سره د جنت پر لور» په عنوان سره د قرآن کریم د انس غونډه، د شهیدانو د لوړ مقام د درناوي، د قرآن کریم او اهلبیتو (ع) د فرهنګ د ودې او د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو د رسمي پیل په موخه، د قرآن کریم د قاریانو، حافظانو، قرآني فعالانو او مینهوالو په ګډون د حضرت امام رضا (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492985 خپرونې تاریخ : 2026/07/02
د اسکار د ۹۸ پړاؤ غوره شوی فلم!
ایکنا- د «د ولسمشر کیک» (The President's Cake) د فلم کیسه د ۱۹۹۰ لسیزې او د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسین د واکمنۍ پر مهال ترسره کېږي؛ هغه وخت چې عراق له یوې خوا د بعث ګوند له استبدادي واکمنۍ سره مخ و او له بلې خوا د امریکا تر بمبارۍ، اقتصادي بندیزونو او د خوراکي توکو له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان و.
د خبر لمبر: 3492980 خپرونې تاریخ : 2026/07/01
ایکنا- د عراق رسمي خبري اژانس د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د ۲۰۱۷ کال د بریا د کلیزې په مناسبت، د ستر دینهی مرجع آیتالله العظمی سید علي سیستاني له خوا د فساد په اړه د پخوانۍ اعلامیې یوه برخه بیا خپره کړې ده.
د خبر لمبر: 3492973 خپرونې تاریخ : 2026/06/30
ایکنا- د عراق او ایران د ادارو ترمینځ د پراخو همغږیو له پیل سره هممهاله، عراق په سپېڅلو ښارونو نجف اشرف او کربلا معلی کې د شهید امام آیتالله سید علي خامنهاي د جنازې د مراسمو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي. تمه کېږي چې په دغو مراسمو کې به له یو میلیون څخه ډېر کسان ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492971 خپرونې تاریخ : 2026/06/30
ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان له لورې د نهجالبلاغې د يوې نفيسې او ګنجينه ا ي نسخې د ليکلو د پروژې د پيل خبر ورکړل شوی، چې د اسلامي نړۍ په کچه د خپل ډول لومړنۍ پروژه بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492916 خپرونې تاریخ : 2026/06/16
ایکنا- د شیعیانو یو ستر دینی مرجع آیت الله العظمی الفیاض د پاکې جنازې دستورې په کربلا او کاظمین کې کې له ترسره کیدا وروسته په نجف اشرف کې هم ترسره شوې او د هغه مړی د حضرت امام علی علیه السلام د حرم په خوا کې په تل پاتې آرامګاه کې خاورو ته وسپارل شو.
د خبر لمبر: 3492870 خپرونې تاریخ : 2026/06/06
ایکنا- د عباسی مقدس آستان د فکری او کلتوري چاروادارې د قرآن کریم د یوې نادرې او نفیسې نسخې د مرمت چارې پاي ته رسولي دي.
د خبر لمبر: 3492869 خپرونې تاریخ : 2026/06/06
ایکنا- د علوي مقدس آستان پلاوي د غدیر نیکمرغه اختر بیرغ د حضرت فاطمه معصومې (س) مقدس آستان او د قم ښار جمکران جومات ته ډالۍ کړ.
د خبر لمبر: 3492848 خپرونې تاریخ : 2026/05/31
ایکنا- په کربلا کې د حضرت عباس علمدار (ع) سپېڅلي حرم اړوند د الکفیل میوزیم د خپل تاریخي میراث په مینځ کې د برونزو یوه فلزي ټوټه، چې د قرآني آیتونو نقش پرې شوی، ساتلې او ثبت کړې ده.
د خبر لمبر: 3492747 خپرونې تاریخ : 2026/05/10
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر روښانه کړې ده، دمکتب تشیَع پيروکار هیڅوک په زور نشي تسلیمولی ،ځکه د وي خداي په درګاه کې سربسجود وي.
د خبر لمبر: 3492735 خپرونې تاریخ : 2026/05/06
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت تکړه قاری او قرآنی استاد محسن قاسمي د عراق د العمید قرآنی نړیوالو سیالیو په دریم پړاؤ کې په نهائي مرحلې کې د رعد مبارکې سورې په زړه پورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3492683 خپرونې تاریخ : 2026/04/20
ایکنا - د عراق ولس پرون په بغداد کې د ا یران د اسلامی جمهوریت د شجاع او میړني ولس او پوځ او د مقاومتي جبهې په ملاتړ کې میلیوني لاریون ترسره کړ.
د خبر لمبر: 3492634 خپرونې تاریخ : 2026/04/05
ایکنا- د اسلامی انقلاب سترلارښود په یوه پیغام کې په ایران د تیریو په وړاندې د عراق د مرجعیّت او ولس د جوت دریځ نیونې او له ایرانه دملاتړ لپاره د دوي قدرونه وکړه
د خبر لمبر: 3492621 خپرونې تاریخ : 2026/03/31
ایکنا- دعراق ستر دینی مرجع ایت الله العظمی سید علی سیستاني د ایران او لبنان سره دنغدو مرستو دغونډولو او ویشلو پر څرنګوالي په مستقیمې څارنې سره هڅه کوي، دغه بهیر په یوه منظم اوشفاف چوکاټ کې هدایت شي.
د خبر لمبر: 3492605 خپرونې تاریخ : 2026/03/26
ایکنا – سعودی عربستان، قطر او ترکیې او ورسره یو شمیر نور عربو هیوادونو اعلان کړی چې نن پنجشنبې ورځ د رمضان المبارک وروستۍ ورځ ده او د نیکمرغه کوچني اختر به د جمعې په ورځ وي.
د خبر لمبر: 3492583 خپرونې تاریخ : 2026/03/19
ایکنا – دعلوي مقدس آستان د فکري اوکلتوري چارو له څانګې سره اړونده دارالقرآن برخې د عراق د قرآنیانو دټولنې په ملګرتیا سره په بغداد کې د پوهنتونوالو په شتون سره د قرآن کریم د ختم محفل ترسره کړ.
د خبر لمبر: 3492561 خپرونې تاریخ : 2026/03/14
ایکنا - د « عمید جایزه» په نامې سره د کربلا د قرآن د دریمې نړیوالې سیالۍ پنځمه برخه د «شکریه رهیو» کوربه وه؛ هغه مېرمن چې په ۷۱ کلنۍ کې ئې د قرآن کریم بشپړ حفظ ترسره کړی دی.
د خبر لمبر: 3492507 خپرونې تاریخ : 2026/02/25
ایکنا -د Imam Hussein Shrine سپېڅلې آستان د رمضان مبارکې میاشتې په اوږدو کې د عراق په ۱۷ ولایتونو کې د قرآن د تلاوت ۲۵۳ غونډې ترسره کوي
د خبر لمبر: 3492503 خپرونې تاریخ : 2026/02/24
د ځوانانو کټګورۍ !
ایکنا - عباسي سپېڅلي آستان د قرآن د تلاؤت د «العمید» نومې د نړیوالې جایزې (د ځوانانو کټګورۍ) د درېیم پړاو لپاره، چې له ۱۶ کلونو څخه کم عمره کسانو ته ځانګړې شوې، د شرایطو وړ کسانو نوملړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3492459 خپرونې تاریخ : 2026/02/16
ایکنا- د نجف اشرف دعلمیه حوزې د زرکلنۍ کلیزې د درنښت نړیوال سمینار خپلې سپارښتنې اعلان کړي او دعلمیه حوزې د عالمانو او لویانو د رول پر غوره بللو ئې ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492447 خپرونې تاریخ : 2026/02/14