په افغانستان کې د پاکستان سفارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، دپاکستان حکومت د کرونا ناروغۍ د خوریدا دمخنیوي په خاطر دچمن سپين بولدک ستره سرحدي لاره تر یوې ا ونۍ پورې یعني له سبا تر بلې دوشنبې ورځې پورې تړي .
د چمن پوله له تورخم پولې وروسته د پاکستان او افغانستان دوهمه ستره سرحدي لاره ده .
د افغانستان حکومت هم هره ورځ په د غه هیواد کې د کرونا ویروس دخوریدا په باب راپورونه خپروي چې په اساس ئې تر دې دمه په لسګونو شکمن کسان په روغتونونو کې قرنطینه کړي دي . په عین حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر دې دمه په دغه هیواد کې یوازې د کرونا یو مورد چې مثبت ثابت شوی تائيد کړ ی دی .