ایکنا- د بحرین ځوانانو د دغه هېواد په سړکونو کې د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي په یاد او غم کې د عزادارۍ او ماتم مراسم ترسره کړل.
د خبر لمبر: 3493020 خپرونې تاریخ : 2026/07/13
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي جسد د وروستۍ وداع مراسم، د ترسره کېدو په شپو ورځو کې د نړیوالو په تیره بیا د آسیايي رسنیو په مهمو خبري موضوعګانو کې ځاي وموند.
د خبر لمبر: 3492994 خپرونې تاریخ : 2026/07/04
ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخند او ورسره پلاوي سره په لیدنې کې، د وروستیو پوځي بریدونو د غندنې په اړه د کابل د ملاتړ په خاطر مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمینځ ئې د هر اړخیزو اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو سټراتیژیک لومړیتوب وباله.
د خبر لمبر: 3492993 خپرونې تاریخ : 2026/07/04
ایکنا- د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي سپېڅلي پیکر ته د بهرنیو شخصیتونو د درناوي مراسم نن سهار د تهران د امام خمیني په مصلی یا عید ګاه کې پیل شول.
د خبر لمبر: 3492988 خپرونې تاریخ : 2026/07/03
ایکنا- د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او د سیاسی چارو کارپوه د اسلامی انقلاب د خداي بخښلي لارښود حضرت امام خمیني دشهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره روښانه کړې ده،امام خامنه اي نه یوازې د ایران ،بلکې ددرستو مستضعفینو او درستو بې څوکه انسانانو رهبر ؤ او درست ملتونه ئې یووالي او یو زړتوب ته بلل.
د خبر لمبر: 3492987 خپرونې تاریخ : 2026/07/02
د شهید رهبر په درنښت کې:
ایکنا د امام حسین علیه السلام د ماتم پړاؤ او د شهید امام خامنه اي د جنازې مراسمو سره په یو وخت کې، د " معشوق شهادت "نومې کتاب د مخ کتنې دستورې په کابل کې ترسره شوې؛ تنظیم کونکو دا د ایران او افغانستان ترمنځ د کلتوري، مذهبي او ادبي اړیکو سمبول او د مقاومت ادبیاتو څرګندونه وبلله چې د مسلمانو ملتونو احساسات منعکسوي. په مراسمو کې، یو شمیر افغان شاعرانو هم خپل وروستي شعرونه چې د شهید امام په اړه یې بیان کړل او د ګډونوالو لپاره یې د مراسمو شعرونه وویل.
د خبر لمبر: 3492986 خپرونې تاریخ : 2026/07/02
ایکنا –د الشعبي الحشد مبارز ځواک په اعلامیې کې راغلي دي، په عراق کې د ایران د شهیدرهبر د جنازې مراسم د عراق د حکومت په غوښتنه او له سیاسي قدرتونو سره په همغږۍ سره ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492976 خپرونې تاریخ : 2026/07/01
ایکنا- د عراق او ایران د ادارو ترمینځ د پراخو همغږیو له پیل سره هممهاله، عراق په سپېڅلو ښارونو نجف اشرف او کربلا معلی کې د شهید امام آیتالله سید علي خامنهاي د جنازې د مراسمو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي. تمه کېږي چې په دغو مراسمو کې به له یو میلیون څخه ډېر کسان ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492971 خپرونې تاریخ : 2026/06/30
ایکنا- د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف په یوې وروستۍ اعلامیې کې وئيلي دي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله زیانمن شوي ماشومان د ځانګړو درملیزو خوړو په ترلاسه کولو سره بېرته د روغتیا پر لور ستنېږي.
د خبر لمبر: 3492953 خپرونې تاریخ : 2026/06/25
ایکنا- د معلوماتو له مخې، شاوخوا دوه کاله وړاندې هم د افغانستان د طالبانو حکومت د تمدن ټیلويژن پر دفتر عملیات کړي وو، خو هغه مهال ئې خپرونې نه وې درولې اوس ئې په داسې حال کې ددغه ټيلیویژني چینل خپرونې تړلي چې ښائي په محرم الحرام میاشت کې ددغه ټيلیویژني چینل له خوا د حسینی تاسوعا او عاشورا د شپو ورځو په مناسبت ځانګړي دینی پروګرامونه خپریدل.
د خبر لمبر: 3492951 خپرونې تاریخ : 2026/06/23
ایکنا- په وروستیو کلونو کې د هندوستان د ډېرو مسلمانو ښځو تجروبې ښئي چې افراطي هندوان د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په کارولو سره جعلي او غیر اخلاقي انځوریزه محتوا تولیدوي.
د خبر لمبر: 3492930 خپرونې تاریخ : 2026/06/18
ایکنا- د مصر د اوقافو وزارت د دوشنبې په ورځ،د جون ۱۵مه (۲۵ غبرګولی)، د اوسمهاله پړاو د قرآن کریم د تلاوت له مخکښو څېرو څخه د مرحوم شیخ اسماعیل حلمي حجاب د زوکړې کلیزه ونمانځله.
د خبر لمبر: 3492928 خپرونې تاریخ : 2026/06/18
ایکنا- د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم الحرام د غمجنو شپو ورځو د رارسېدو په مناسبت په خپرې کړئ اعلامیې کې له امنیتي مسئولینو غوښتي چې د محرم او عاشورا د مراسمو د پرتمین او خوندي ترسره کېدو زمینه برابره کړي او د ټولو ښاریزو دیني او مذهبي حقوقو ته پاملرنه وکړي.
د خبر لمبر: 3492919 خپرونې تاریخ : 2026/06/16
ایکنا- د پاکستان شیعه عالمانو د محرم د میاشتې د عزادارۍ په مراسمو کې د ګډونوالو د امنیت د تضمین لپاره د اړینو تدبیرونو پر اهمیت ټینګار کړی او د اسلامي یووالي د پیاوړتیا او د دې میاشتې د مراسمو د مسئولیتپالنې او منظمې ادارې په فضا کې ئې د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492910 خپرونې تاریخ : 2026/06/14
ایکنا -د اسلامی انقلاب معظم لارښود د نجف اشرف د علمیه حوزې د یوه لوي دینی عالم او ستر دیني مرجع د رحلت په مناسبت پخپل پیغام تسلیت ووایه او د هغه د حوزووي و علمي خدماتو په ستاینې سره ئې د افغانستان ملت او د هغه کورنئ ته تسلیّت ووایه.
د خبر لمبر: 3492897 خپرونې تاریخ : 2026/06/11
ایکنا- د الکوثر ټيلیویژني چینل د نولسم پړاو قرآني سیالیو،چې «اِنَّ لِلْمُتَّقِینَ مَفَازًا» نومېدې، د پای مراسم ئې ترسره شول او د دې پړاؤ ګټونکي اعلان شول.
د خبر لمبر: 3492888 خپرونې تاریخ : 2026/06/10
ایکنا - د عراق په امامین عسکرین سپيڅلی حرم کې د قرآن کریم د انس یوه روحاني غونډه د Al-Abbas Holy Shrine د قاریانو په ګډون ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492887 خپرونې تاریخ : 2026/06/10
ایکنا- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه قطري بنسټ (زده کړې له هر څه وړاندې) له خوا افغان نجونو ته د لوړو زدهکړو د بورسونو د برابرولو ستاینه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492886 خپرونې تاریخ : 2026/06/10
ایکنا ـ په افغانستان کې د ملګرو ملتو د نمایندګۍ دفتر یوناما په زغره وئيلي دي، د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی
د خبر لمبر: 3492871 خپرونې تاریخ : 2026/06/06
ایکنا- د شیعیانو یو ستر دینی مرجع آیت الله العظمی الفیاض د پاکې جنازې دستورې په کربلا او کاظمین کې کې له ترسره کیدا وروسته په نجف اشرف کې هم ترسره شوې او د هغه مړی د حضرت امام علی علیه السلام د حرم په خوا کې په تل پاتې آرامګاه کې خاورو ته وسپارل شو.
د خبر لمبر: 3492870 خپرونې تاریخ : 2026/06/06