IQNA

په عراق کښې په کورونا ککړ ۸ نوې موردونه ثبت شول

13:06 - March 08, 2020
د خبر لمبر: 3482870
تهران (ایکنا) - د عراق د روغتیا د وزارت ویناوال خبر ورکړ چې په دغه هیواد کښې په کورونا ویروس ککړو اتو نوې موردونو سره په شمېر تر ۵۴ کسانو زیات شو.

له السومریه نیوز څخه په نقل، د عراق د روغتیا د وزارت ویناوال سیف البدر خبر ورکړ چې په دغه هیواد کښې په کورونا د ککړو شمیر د اتو نوې نورو موردونو معلومېدو سره زیات شوی دی.
سیف البد څرګنده کړه: د دغه اتو موردونو چې په کورونا ککړ دي اوه کسان په بغداد کښې او یو کس هم په نجف کښې پیژندنه شوي.
هغه دې بیان سره چې په دغه ویروس ککړو لپاره ضروري اقدامات ترسره شوي زیاته کړه: له دې اتو موردونو سره په دغه هیواد کښې په کورونا د ککړو کسان شمیر تر ۵۴ ورسید.
د عراق خبري سرچینې وایي چې په دغه هیواد کښې په کورونا د ککړو کسانو د مړو شمیر تر څلورو کسانو زیات شوی.
3883850

captcha