IQNA

له افغانستانه دنړیوال ځواک وتل د طالبانو په کړچارپورې اړه لري

21:37 - April 03, 2020
د خبر لمبر: 3482981
تهران (ایکنا) - د ناټو عمومي منشي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ولسمشر اشرف غني او د هغه د مخالفینو ترمنځ د سیاسي کړکېچ د حل لپاره هڅې روانې دي خو دې هڅو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې .
د ناټو موسیسې عمومی منشي ینس سټولټنبرګ بیگا  بیا ټینګار  کړ ی  له افغانستانه دبهرنیو عسکرو وتل شرطونه لرِ نړیوالو ځواکونو وتل مشروط دي او ناټو ګوري چې طالبان څه کوي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ چې بیګا ئې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې  وروسته د خبریالانو پوښتنو ته د ویډیو کنفرانس له لارې ځوابونه ورکول ، پخپلو خبرو کې وئيلي طالبانو دسولې په موافقې کې کړې چې تاؤتریخوالی به کموي او نور به ثبات او کراري ته مخه کوي نو ګورو چې دوي  په راتلونکي کې څه کوي .
هغه زیاته کړې ، مونږ باید دا خبر یقیني کړو چې د امریکا او طالبانو ترمینځ موافقه عملي کېږي، په همدې دلیل مو دا په ډاګه کړې چې په افغانستان کې زمونږ د ځواک  کمول مشروط دي، مونږ باید پرمختګ ووینو، ووینو چې طالبان عمل کوي او په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ شوی او بیا به په تدریجي ډول ځواکونه کموو."
د ناټو عمومي منشي د افغانستان پر سیاسي مشرانو هم غږ  کړ ی چې وخت غنیمت وګڼي، مخالفتونه یوې خواته پرېږدي او له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډ دریځ خپل کړي.
د ناټو عمومي منشي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ولسمشر اشرف غني او د هغه د مخالفینو ترمنځ د سیاسي کړکېچ د حل لپاره هڅې روانې دي خو دې هڅو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې .
تهران پښتو راډیو
captcha