IQNA

امریکا بیا په ملګروملتو کې د ایران په ضد په اجماع کې ماته وخوړله

0:33 - May 03, 2020
د خبر لمبر: 3483105
تهران (ایکنا) - د ایران په چارو کې د امریکا د حکومت ځانګړي استازي برایّن هوک دتیرې پنجشنبې په ورځې وئيلي وو ، و اشنګټن دملګروملتو په امنیت شورا کې د رائ اخستنې لپاره د یوه پریکړه لیک مسوده د ایران په ضد دوسلو دبندیز د تمدیدولو په موضوع سره تیار کړی ، چې ټاکل شوې ده په روان مئ میاشت کې ئې راي اخستنې ته وړاندې کړي .

په  ملګروملتو کې د استوانیا استازي سون اورګنسن چې د امنیت شورا پړاویز مشرهم دی،وئيلي دي ،په مئ میاشت کې د ایران په ضد دوسلو د بندیز د قانون د تمدیدولو لپاره  ددغې شورا دغونډې د ترسره کولو لپاره هیڅ  پروګرام نشته .

سون ا ورګنسن په خبري ناستې کېچې د ویډیوئی کنفرانس له لارې شوي،د مئ میاشت د پروګرامونو په اعلانولو سره وئيلي دي،دغه امکان شته چې د امنیت شورا هرغړی،هر وخت د اضافي ناستې غوښتنه  ولري،خو تردې دمه  دغه شان څه پروګرام نشته .

  د ایران په چارو کې  د امریکا د حکومت ځانګړي استازي  برایّن هوک  دتیرې پنجشنبې په ورځې  وئيلي وو ،  و اشنګټن  دملګروملتو په امنیت شوراکې د رائ اخستنې لپاره د یوه پریکړه لیک مسوده د ایران په ضد دوسلو دبندیز د تمدیدولو په موضوع سره تیار کړی،چې ټاکل شوې ده په روان مئ میاشت کې ئې  راي اخستنې ته وړاندې کړي .

نیویارک ټایمز  ورځپاڼې تیرې دوشنبې ورځې لیکلي،د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د ایران په ضد دزیاتره دباؤ د سیاست په چوکاټ کې هڅه کوي،د ایران په ضد د ملګروملتو د وسلو بندیز چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې او دامنیت شورا دپریکړه لیک  په اساس په اکتوبر میاشت کې پاي ته رسیږي،تمدید شي .

 دملګروملتو دامنیت شورا پړاویز مشرددې پوښتنې په ځواب کې چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اساس د ایران په ضد دوسلو د ممنوعیّت دپاي په باب د استونیا  دریځ څه دی ،ووئيل ،استوانیا د اروپائي اتحادئې د  غړي په توګه  په قدرت سره د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ددوام  ملاتړ کوي .

تهران پښتو راډیو

captcha