IQNA

کورونا، د طبیعت لپاره د سا اخیستلو فرصت

د کورونا خپریدو که څه هم په بیلابیلو برخو کښې ډیر تاوانونه رسولي او اقتصادي، تعلیمي او سیلاني مرکزونه یې بند کړي او ګرځبندیزونه یې لګولي، خو د دې ناروغۍ په خپریدو سره په خوښه یا ناخوښه طبیعت او په طبیعت کښې اوسیدونکو ته د ښه کیدو فرصت ورکړ، له کلونو وروستو داڅې فرصت یې ترلاسه کړ چې له بشري برید څخه په امان کې دي او یوه تازه سا یې واخیستله. د کورونا ویروس سبب شو چې د هوا ککړتیا کمه شي او ښارونه یوه نوې او تازه سا واخلي. د ایکنا انځورګرو د چاپیریال نړیواله ورځ په مناسبت په دې ورځو کښې طبیعت ته مخ کړې چې سا تازه کړي.