IQNA

د سولې جومات، په چیلي کښې د اقلیتي مسلمانانو تړون ځای

د چیلي په پلازمینه سانتیاګو ښار کښې د السلام(سولې) جومات شتون لري چې په ۱۹۹۶ کال کښې د مالیزیا د باچا لخوا جوړ شوی و، د دې جومات عمارت د جنوبي امریکې د هیواد له یو ارزښت لرونکې آثارو څخه شمیرلی کېږي. دا جومات اته ګوټه لري او د قبة الصخره بیت المقدس جومات د ګنبد په شان ګنبد لري.