IQNA

د حضرت فاطمه معصومه د حرم په موزه کښې د خطې قرآنونو خزانه

دا برخه د آثارو د شمیر او ډولونو او د کتابي د بیلابیلو سینګار له هنر لکه تذهیب، تجلید، خوشخطي په څیر ډیر ارزښت لري. د موزې ځینې قرآنونه د اسلام په لومړیو پیرو کښې یعني په دویمه او دریمه پیړۍ کښې د عباسي خلیفانو د حکومت په وخت کښې لیکلې شوې دي او ځینې نور هم د اسلام په بیلابیلو دورونو کښې چې د آل بویه، سلجوقیان، ایلخانیان، تیموریان، صفویان او قاجاریان حکومت سره سمون لري لیکلې شوې دي، زیات قرآنونه هم له صفوي دورې سره تړون لري چې البته د ایران په تاریخ کښې دا دور د بیلابیلو هنرونو په شمول د کتاب د سینګار په هنر سره د اوج دور و.