IQNA

د سریبرینیکا (Srebrenica) مسلمانانو د نسل وژنې پنځه ویشتمه کلیزه

د سبیرینیکا نسل وژنه د بوسنيا هرزګوینیا د صرب جمهوري پوځ په لاس د مسلمان میشته ښار د اوسیدونکو بوسنیایي هلکانو او سړو له ۸۰۰۰ نه قتل عام ته ویلې کېږي. ۲۵ کال مخکې په ۱۹۹۵ کال کښې د ملګرو ملتو لخوا د سبیرینیکا د امن سیمه ټاکلو سره، د دې ښار محاصره او د یوې اونۍ په لږ وخت کې د ۸۰۰۰ مسلمانانو په وژلو سره د متمدنې اروپا او نړۍ قدرتونو د چوپتیا تر سیورې لاندې، د سربیا دغه وحشي سربیري پوځ د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې تر ټولو لوې نسل وژنه په تاریخ کې ثبت کړه، هرکال د دې بشري ضد د جنایت په کلیزه، د بوسنیا مسلمانان د دې ورځ د قربانیانو یاد په لمانځلو سره د نوې موندلې شوي جسدونه ښخه وي.