IQNA

امریکا د یوۀ پياوړي او عزتمند عراق دښمنه ده

22:30 - July 22, 2020
د خبر لمبر: 3483421
تهران (ایکنا) - اسلامی ایران تمه لري، د امریکایانو د ویستلو لپاره د عراق د حکومت، ملت او پارلیمان فیصله تعقیب شي، ځکه د دوي وجود د ناکراریو لامل دی.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود ددې خبرې په کولو سره چې دعراق په باب د امریکایانو لیدتوګه سمه د ایران په مقابل کې راوستل دي ، روښانه کړې ، ایران له امریکا سره د عراق داړیکو په باب هیڅ دخالت نه کوي ، خو تمه لري ،عراقي دوستان امریکا وپيژني او پوه دې شي ، چې په هر یوه هیواد کې دامریکا شتون د فساد، ورانکارۍ او او جنایتونو سرچینه ده .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود ددې خبرې په کولو سره چې ایران د داخلی انسجام او وحدت او دمځکنۍ بشپړتیا په ساتنې سره د یوه عزتمند عراق غوښتونکی دی ټينګار کړی ، امریکا په حقیقت کې دښمنه ده او له یوه خپلواکه ،پیاوړي او داکثریّت په رایو سره د یوه حکومت لرونکي عراق موافقه نه ده .
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي پر ون ناوخته د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره په کتنې کې له هر ډول هغه اقدام سره دایران مخالفت ته په اشارې سره چې دعراق د حکومت دکمزورتیا لامل کیږي ، ووئيل هغه څه چې د اسلامی ایران لپاره په دوو اړخیزو اړیکو کې ډير اهمیّت لري ، په عراق کې د شرائطو ښه کیدا، سیمه ایز اقتدار ، عزت، امنیت ګټې او ثبات دی
د اسلامی انقلاب معظم لارښود ددې خبرې په کولو سره چې دعراق په باب د امریکایانو لیدتوګه سمه د ایران په مقابل کې راوستل دي ، روښانه کړې ، ایران له امریکا سره د عراق داړیکو په باب هیڅ دخالت نه کوي ، خو تمه لري ،عراقي دوستان امریکا وپيژني او پوه دې شي ، چې په هر یوه هیواد کې دامریکا شتون د فساد، ورانکارۍ او او جنایتونو سرچینه ده .
دوي دغه راز یادونه کړې ، اسلامی ایران تمه لري ، د امریکایانو د ویستلو لپاره د عراق د حکومت ، ملت او پارلیمان فیصله تعقیب شي ،ځکه د دوي وجود د ناکراریو لامل دی .
حضرت آیت ا... خامنه اي د جنرال شهید قاسم سلیماني او ابومهمدي المهندس په ترور کې د امریکا ستر جنایت ، د امریکایانو دشتون د نتیجې یو مثال وبالۀ او ټينګار ئې وکړ ، اسلامی ایران به هیڅکله هم دغه موضوع هیره نه کړي او امریکایانو ته به په پریکنده توګه مقابل ګوزار ورکړي .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود زیاته کړې ، البته د ایران اوعراق د اړیکو پراختیا سره ځيني مخالفان شته چې د هغوي په سر کې امریکا ده ،خو هیڅکله هم باید له امریکا څخه ویره ونه لرل شی ، ځکه دوي هیڅ نشي کولی. حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي همدراازدینی مرجعیّت په تیره بیا ستر دینی مرجع ایت ا... سیستاني دعراق لپاره یو ستر نعمت وباله او وې وئيل الحشد الشعبي مبارز ولسي ځواک په عراق کې یو بل ستر نعمت دی چې باید وساتل شي .
د عراق لومړي وزیر هم داسلامی انقلاب له ستر لارښود سره لیده کاته یو ستر سعادت وبالۀ او په بیلابیلو وختونو په تیره بیا له داعشي تکفیریانو سره د جنګ په پړاؤ کې ئې دایران د ملاتړونو او دریځونو په قدرونې سره ووئيل ، دعراق ولس به هیڅکله هم دایران مرستې هیرې نه کړي او واقعیّت دادی چې له تکفیریانو سره په جنګ کې د عراقیانو او ایرانیانو وینه سره اخښل شوي ده .
مصطفی الکاظمي ټينګار کړی ، د عراق او ایران اړیکې له اهل بیت علیهم اسلام سره دعشق اوارادت په ملاتړ سره یوه ژوره ، اوږده ،تاریخي ، کلتوري اومذهبی رابطه ده . الکاظمي همداراز داسلامی انقلاب ستر لارښود ته په خطاب کې ووئيل ،ستاسو ارشادات او نصیحتونه لکه چې د مشکلاتو دحل د کِلۍ په شان دي او زه ستاسو ددغو لارښونو قدرونه اومننه کوم.

پښتو راډیو تهران

captcha