IQNA

د 2020 کال حج

د خدای کور تیره شپه د ذی الحجې د میاشتې په لومړۍ شپه د سپین احرام په تړلو (په خانه کعبې د سپین څلور ګوټه څادر اچول) او د جدې ښار د ملک عبدالعزیر نړیوال هوایي ډګر باندې د بیت الحرام زائرانو د لومړۍ ډلې په رسیدو سره د ۱۴۴۱ کال د حج مراسم پيل شو، سږ کال د کورونا د مرګوني وبا له کبله د سعودي عرب حکومت د دې هیواد د ښاریزو او بهرنیو شتون لرونکو یواځي له ۱۰۰۰ کسانو په شتون سره د حج مراسم ترسره کوي. د خدای میلمانه له مدینې منورې، ریاض، ابها، تبوک او جازان ښارونو څخه جدې ته له رسیدو څخه وروستو په بیړه مکې مکرمې ته ځي او د قرنطینې وروستو به په اتم ذی الحجه منا ته لاړ شي.