IQNA

حزب الله: موږ د سوریې په اړه له روسیې سره موافق یو

9:13 - March 17, 2021
د خبر لمبر: 3484170
تهران (ایکنا) - روسیې ته د لبنان حزب الله لیږلې غړې وویل چې مسکو ته راغلي پلاوي له روسیې سره په سوریه کې د امنیت د ټینګښت او دغه هېواد ته د تروریزم نه راستنولو په هکله بشپړ موافقه وکړه.

روسیې ته د لبنان حزب الله لیږلې غړې عمار الموسوي په مسکو کې په یو خبري ناسته کې وویل چې ځینې لویدیځ هیوادونه د کرونا واکسن تر عنوان لاندې د ناوړه سیاسی ګټو تر لاسه کولو په لټه کې دي.
هغه زیاته کړه: له روسې سره د کورنا د واکسینو په اړه د همکارۍ بهیر پيل شوې دی او ډیر زر به یې پایلې راڅرګندې شي.
الموسوي ټنیګار ورکړ له دې سره چې روسیې په لبنان کې امنیت او آرامښت رامینځته کولو ته زیات اهمیت وښود، زیاته کړه: په دې حساس وخت کې چې لبنان کې بحران رامینځته شوې دي، د خپلو ملګرو په ځانګړې توګه بیا د روسیې مرستې ته زیاته اړتیا لري.
د حزب الله لبنان ته لیږلي غړې څرګنده کړه: مونږ په سوریي کې د امنیت او ثبات او آرامښت رامینځته کولو په اړه د روسیې له نظره سره بشپړه موافقه لرو.
3960221

captcha