ایکنا خبری اژانس دافغانستان ټایمز له قوله راپور راکړ، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی په یولړ څرګندونو کې په تهران کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې د پلاوي ترمینځ شوي خبرې اترې دوسلې لپاره یو مهم ګام بللی او وئیلي ئې دي ،په تهران کې د طالبانو له استازو سره د افغان سیاسی څیرو کتنه به په افغانستان کې د سولې د بهیر د پیاوړتیا لپاره اغیزمنه وی .
کرزی وئیلي باید درستې هلې ځلې د افغانستان د د بحران لپاره د سیاسی حل لارې د موندلو لپاره وکارول شي .
د افغانستان پخوانی ولسمشر همداراز د تهران د ناستې پایزه اعلامیه چې دواړو لورو پکې دجنګ دوام د افغانستان او سیمې دامنیت لپاره جدی ګواښ بللی هم تود هرکلی وکړ .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ناحیه انواري هم د تهران د ناستې د پایزې اعلامیې په هرکلی سره وئيلي دي ، دا غونډه د د طالبانو او افغان حکومت د پلاؤ ترمینځ د دوو اړخیزو نزدو اړیکو د رامینځةکولو او باؤر جوړونې لپاره ډيره اغیزشیندونکي ده او د افغانستان ولس هم د سولې دخبرواترو دچټکتیا او یوې مثبتې نتیجې ته د رسیدا په تمه دي . او د افغانستان حکومت د هرې هغې هڅې او اقدام چې په هیواد کې د سولې او ثبات د ټينګیدا او د ولس د آرامښت سبب کیږي قدرونه او ورځيني ملاتړ کوي . د افغانستان د حکومتي پلاوي او دطالبانو ډلې ترمینځ بین دوه ورځنۍ الافغاني خبرې اترې د چارشنبې او پنجشنبې په ورځې په تهران کې د یوې پایزې اعلامیې په خپریدا سره پاي ته رسیدلي دي .