ایکنا خبری اژانس راپور راکړ ، د مصر دغه ځوان قاري محمود شحات انور په دغه تلاؤت کې چې په سوشل میډیا کې دجرمني د دارالقرآن چینل له خوا خپور شوی ، د قرآن کریم د فصلت سورې د ۳۷آیت دهغې برخې تلاؤت کړی ، چې پکې وئیل شوي دي ، دلمر او یا سپوږمۍ لپاره عبادت مه کوئ او د هغو په وړاندې سجدې مه کوي او یوازې دهغه چا په وړاندې سجده وکړئ او عبادت ئې وکړئ چې واحد خداي دی او همدغه لمر او سپوږمۍ ئې پنځولي دي .