ایکناخبری آژانس راپور راکړ ، د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او دمذهبی چارو یوه کارپوه حجةالاسلام علامه ثواب علی حیدري زمونږ خبریال سره په خصوصي خبرو کې چې د حسینی اربعین په مناسبت شوي ، ووئیل ، دحسینی اربعین په نړیوال غورځنګ کې د میلیوني مسلمانانو شتون ددې خبرې تائيد دی چې حسیني عاشورا غورځنګ اسلامی امت ژوندی کړی او د سوچه محمدي اسلام پیروۍ ته ئې بللی دی . هغه وئیلي ، که اسلامی امت او د اسلامی هیوادونو مشران د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) دګران لمسي حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو دحماسی غورځنګ موخې تعقیب کړي ، نو داسې هیڅ خبره نشته چې دوي سره اتحاد او یو موټی نشي ، د اسلامی هیوادونو یوځای نه کیدل ددې تائيد دی چې له بده مرغه زیاتره اسلامی هیوادونو او مشرانو ئې د سوچه محمدي اسلام له حقیقي لارې سرغړونه کړې ده او د حضرت امام حسین علیه السلام هل من الناصر ینصرنا چغې ته ئې تر دې دمه لبیک نه دي وئیلي چې همدا چاره د اسلامی نړۍ د تیت پرکوالي لامل شوې ده .
دحجةالاسلام والمسلمین علامه ثواب علی حیدری بشپړ مرکه چې د حسیني غورځنګ او د اسلامی امت دیووالي او اتحاد زمینې په باب ورسره شوې ده ، ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .