ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، د سورئې دټرانسپورټ وزارت له کلونو کلونو وروسته ددغه هیواد لاذقیې ته دمتحده عربی اماراتو د شارجې هوائي ډګر څخه د لومړني الوت د ترسره کیدا خبر ورکړ .
له دې وروسته چې عربی اتحادئې ، په ۲۰۱۱ کال کې دسورئې غړیتوب وځنډوۀ، د متحده عربی اماراتو پشمول عربو هیوادونو خپل سفیران له دمشقه وروبلل . په عین حال کې اماراتو د ۲۰۱۹کال په جنورۍ کې په دمشق کې خپل سفارت بیرته پرانیست .
په راپور کې وئيل شوي دي، د سورئې د ټرانسپورټ وزارت پرون وئيلي دي ، له څو کلونو ځنډ وروسته سورئې ته د متحده عربی اماراتو لومړنی الوت ترسره شو او د سورئې د الجنحة الشام ، هوائي شرکت سره اړونده الوت یو سل یو پنځوس مسافران د اماراتو د شارجې له هوائي ډګره دسورئې د لاذقیه هوائي ډګر ته منتقل کړل .
ټاکل شوې وه ، دغه سفر د دمشق نړیوال هوائي ډګر ته ترسره شي ، خو په دغه هوائي ډګر د صهیونیسټي رژيم د وروستۍ حملې او د هغه د ځينو بیخ بینائيو دتخریب په دلیل دغه الوت لاذقیه ته ترسره شو .
ایکنا-(تهران ) د متحده عربی اماراتو او سورئې اړیکې ، د عربانو او سورئې له یوې لسیزې تاؤتریخوالی وروسته دمشق ته د اماراتو دخارجه وزیر شیخ عبدا... بن زاید په سفر سره د دواړو هیوادونو ترمینځ دملګرتیاؤ پيلونکی شو .