ایکناخبری آژانس د شهاب له قوله راپور راکړ،دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر یوه مسئول مقام محمود الزهار ټينګار کړی دی صهیونیسټي رژيم پر الاقصی جومات او دپر قدس نیواکي ښار د سلطې لپاره د عربی نړۍ له کمزورتیا ناوړه استفاده کوي.
په الاقصی جومات د صهیونیسټ میشته ښارګوټو د اوسیدونکو اوپوځيانو یرغل هغه سیاست دی چې نیواکګر ئې په لویدیځ کې د یهودیانو دملاتړ په سیوري کې او د هغې بې وسئ اوکمزورتیا څخه د ناوړه استفادې د وام دی چې عرب هیوادونه ورسره لاس او ګریوان دي .
محمود الزهار زیاته کړې ، دفلسطین دآرمان واقعي معادل ، هغه وسلوال مقاومت دی چې په قدس او لویدیځي غاړې او نیواکي ټاټوبو کې له ۱۹۴۸کال څخه پیل شوی دی.
باید ووئیل شي ، د دوشنبې له سهار سره د یهودیانو د اخترونو د پیلیدا په یووخت والي سره په الاقصی د صهیونیسټانو یرغلونه زیات شوي او په نیواکي قدس کې پوځي تابیاوې نوره هم زیاتې شوي دي.