ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش او د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګاپه ټيلیفوني خبرواترو کې د یمن د جنګ بندۍ یا اوربند دتمدیدیدا په باب په وروستیو حالاتو باندې سره د نظر تبادله کړې او وئيلي ئې دي، ددغه اور بند نه تمدیدیدا به د سیمې او نړۍ په تیره بیا د یمن دملت لپاره ډيرې خطرناکې او بوږنونکي پایلې ولري.
په سیمې کې امنیت او کراري سره د مرستې لپاره د ملګروملتو د سرمنشي دهلوځلو په ستاینې سره د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان په یمن کې د اقتصادي او انساني کلابندۍ د ختمولو او د جنګ د شغلو دختمولو لپاره د اوربند په تمدیدیدا ټينګار وکړ.
سعودي عربستان د امریکا،متحده عربی اماراتو او څو نورو عربو هیوادونو او د اسرائيلو په بشپړ ملاتړ سره د ۲۰۱۵کال په مارچ کې پر یمن پوځي یرغل وکړ او دغه راز ئې دغه بې وځله عرب هیواد له هوا ،مځکې او سمندر له لارې بشپړ کلابند کړ چې له اوو کلونو تیریدا اوس هم دغه کلابندي دوام لري .