د ایکنا د راپور له مخې، په دغو سیالیو کې د مصر ځوان قاري عبدالرازق اشرف صلاح الشهاوي د سورة قصص آیتونه تلاوت کړل، چې د مقابلې د قضاوت کمېټې له خوا یې ستاینه وشوه، چې د دغه سورت له ۷ تر ۹ آیتونه یې تلاوت وکړ: «وَأَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّ مُوسَى أَنْ أَرْضِعِيهِ فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي إِنَّا رَادُّوهُ إِلَيْكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ، فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا خَاطِئِينَ، وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍ لِي وَلَكَ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَى أَنْ يَنْفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ:
او د موسى مور ته مو وحي وكړه چې هغه ته شېدې ورکړه او كله چې د هغه په اړه ووېرېدې نو په نيل كې يې وغورځوه او مه ورېرېږه او اندېښنه مه کوه چې موږ هغه تا ته بېرته راګرځوو او د پیغمبرانو له ډلې څخه به يې وګرځوو، نو د فرعون کورنۍ هغه یې له اوبو څخه راپورته کړلو تر دې چې دا د دوی دښمن او د دوی د غم لامل وي، هو ، فرعون او هامان او د دوی لښکریان خطاكار وو او د فرعون مېرمنې وویل [دا ماشوم] به ستاسو او زما د سترګو رڼايي شي، هغه مه وژنئ، ممکن زموږ لپاره ګټور وي، یا هغه د خپل زوی په توګه وګڼو، مګر دوی نه پوهېدل" دا دوام لري.
په دې فلم کې یو قاضي د الشهاوي د قرائت په اړه خپل نظر اعلانوي او ورته وايي: په تلاوت کې ستا قدرت حد او اندازه نه لري، ته یو معجزه یې، زه له همدې یوې کلمې بسنه کوم، آفرین پرتاسو، تاسو په هر صوتي مقام کې په ښه توګه غالب او تخلیقي راښکاره شوئ."