IQNA

د شهید حسن نصر الله د جنازې په دستورو کې د مقاومت ددوستانو شتون

ایکنا- د لبنان د بیروت ؛کمیل شمعون؛ سپورټي کمپلیکس د مقاومتی چورلیز د لوړپوړو مشرانو شهید حسن نصرالله او شهید هاشم صفی الدین د پاکو جنازو په دستورو کې د ګډون لپاره  د مقاومت له مینه والو له هماغه سهار وختی راهسې ډک ؤ او له درست لبنان او د نړۍ له ګوټ ګوټه  دمقاومت مینه والو  ځانونه بیروت ته رسولي وو.

ایکنانیوز راپور راکوي،  د لبنان د خبرو سرچینو  په وینا،د لبنان د حزب الله غورځنګ دمشرانو  د جنازو په دستورو کې دګډون لپاره له اویاؤ هیوادونو څخه  څه دپاسه څلور لکه  میلمنو ځانونه  بیروت ته رسولي وو.

راپورونه ښئ چې  په دغو ولولناکو دستورو کې  څه د پاسه یومیلیون شپږ لکه کسانو ګډون کړی چې د بیروت  د کمیل شمعون  سټيډریم په شاوخوا کې د ګوتې د کیښودو  ځاي هم نه ؤ اوډیری خلک له بیروته بهر پاتې شوي دي.

ایکنانیوز ددغو ولولناکو دستورو په باب یو انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.

 

 
 

https://iqna.ir/en/news/3491992