IQNA

د هیواد نه بهر اوسېدونکې ایرانیانو د مبعث اختر ولمانځلو

4:21 - May 19, 2015
د خبر لمبر: 3305107
بهرنې څانګه: د سولې او عدالت پیغام روړونکې حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و آله مبعوث کېدو جشنوزمه د جمهوری اسلامی ایران کلتوری سامانونو له اړخه بهرنې هیوادونو کښې پیل شوه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان اطلاع ورکوونکې بنسټ نه په نقل، دا مراسم د ایران نه بهر اوسېدونکو ایرانیانو او د نبی کریم صلی الله علیه و آله د عاشقانو او مینه کوونکو په شتون سره پیل شو.

افغانستان(کابل)

د مالک اشتر جامع جومات کښې مراسم پیل شو

د پیغمبر صلی الله علیه و آله د بعثت کلیزې مناسبت سره د هغوی حضرت د عاشقانو او مینه لرونکو په شتون سره د مالک اشتر جامع جومات  چارې سمبالوونکې هیات، د بامیان د طالبانو علمی او کلتوری شورا او د افغانستان قرآنی عالی شورا له اړخه جشن برمیالې محفل پیل شو.

په دې مراسمو کښې د پارلمان غړې او د افغانستان اسلامی اخوت شورا استازی د پیغمبر صلی الله علیه و آله د بعثت په اړه وویل: پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د ګڼل شمېر جهل سره مخامخ وو او ټول وس سره به یی د هغې ټولو مقابله کوله نو صبر او پراخه سینې سره یی د حجاز په ځمکه او په ټوله نړۍ کښې لوی بدلون راوستلو.

هغه زیاته کړه: پیغمبر صلی الله علیه و آله د دین دا پرمختګ ښکلې اخلاقو او چلند سره یی ترلاسه کړې وو او دا درس دې چې مونږ ته یی راکړې لپاره د دې چې د نورو خلکو جذب کولو ښکلې اخلاق او ښه چلند وساتو او دا د نورو خلکو اسلام ته جذب کولو یو ښه سبب دې.

د پارلمان غړې او د افغانستان اسلامی اخوت شورا استازی خپلو ویناوو کښې وویل: د نن ورځې جهالت د هغه وخت له اسلام د ړومبۍ ورځو د جهل نه بد تر دې، ځکه چې نن سره د پوهې، جهل سره د اسلام بېخ په تبر وهې او د دین نه غلطو پوهنو سره په دین کښې افراط یا تفریط کوو چې دواړه خطر لری.

هغه زیاته کړه: ۶۷ کاله ؤ شو چې مسجد الاقصی د مسلمانانو ړومبۍ قبله د یهودو د حملې سره مخامخ ده او هره ورځ د فلسطین مسلمانان هلته د ظلم او ستم ښکار دې او څوک نشته چې په یهودو یوه ګولې خرابه کړې، او بل طرف ته عربی او اسلامی مالداره هیوادونه د نړی د کلانکاره او د نړیواله صهیونیسم نه حمایت کوې او ماشومان او ښځې او د مختلفو ډلو خلک وژنې نو دا کوم اسلام دې؟

د دې پروګرام په ادامه کښې د افغانستان قرآنی عالی شورا مشر هم د نننی جاهلیت په اړه وویل: په نننی زمانه کښې عصری او پرمختګه جاهلیت وجود لرې چې د نړۍ کلانکاره او له کفر نه لاس نیوکه کوې او مسلمانان په شهادت رسوې چې په حقیقت کښې خپل بېخ وهې.

کابل کښې د ایران سفارت کښې جشن

د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د مبعوث کېدو په شپه په کابل کښې اوسېدونکې ایرانیانو په شتون سره د جمهوری اسلامی ایران سفارت کښې د جشن مراسم پیل شو.

د دې پروګرام تقریر کوونکې د انسان لارښود کښې د بعثت لازموالی او کمال ته رسېدو کې نبوت ته اړتیا  باندې تقریر وکړو.

هغه په ادامه کښې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله توپېروونکی ځانګړتیاوې د قرآنی آیتونو یادونې سره وشمېرلې.

د تقریر نه پس، د اهلبیتو علیهم السلام او د پیغمبر صلی الله علیه و آله په مدحه کښې شعرونه قرائت کړل.

د مبعث ځانګړې شمېرې چاپ

کابل کښې د جمهوری اسلامی ایران کلتوری سازمان له اړه هم دې مناسبت سره یوه ځانګړې شمېره د (مبعث، د ملک او ملکوت اختر) په عنوان سره ۱۰۰۰ چاپشمېر نسخې د موسسو او کلتوری مرکزونو او د هغه حضرت مینه والو کښې تقسیم کړې.

دا لیک د بعثت کېسې، بعثت د امام هادی علیه السلام له نظره، د بعثت مهم پیغام، د بعثت هدف، بعثت د فاطمه سلام الله علیها او د امام علی علیه السلام په کلام کښې، بعثت د امام خمینی او امام خامنه ای په کلام کښې، ورځپاڼې په څلورو پاڼو باندې چاپ شوې.

د کابل په پوهنتون کښې( حضرت محمد صلی الله علیه و آله د سولې او رحمت پیغمبر) غونډه

په هم دې مناسبت یوه غونډه چې په کښې ۵۰ تنه استادانو، د دغه پوهنتون محصلانو او مینه کوونکو ګډون وکړو، تقریر کوونکو د بعثت او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله شخصیت په هکله او د عربستان په ټولنه کښې د دې پېښې نه ورستو او مخکښې پېښو ته اشاره وکړه.

هغې د بعثت د اهدافو په هکله وویل: بعثت د جهل، بې لاری، فساد او تباهې په خلاف د یو لوی غورځنګ ابتدا وه، همدارنګه په دې غونډه کښې د محصلانو ازاده ویناوې د رسول اکرم صلی الله علیه و آله د شخصیت په اړه پیل شوې چې په کښې محصلانو د بعثت په موضوع باندې خپل نظر وړاندې کړو.

مزار شریف افغانستان

د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د بعثت د جشن مراسم د خلکو لوی شمېر ګډون سره پیل شو.

په دې مراسمو کښې حجت الاسلام حیدری وویل: پیغمبر له امی خلکو یعنې بې لوسته خلکو نه انتخاب شوې وو او الهی علمونو سره یی خلک د الله لاری ته بلل.

کویټه پاکستان

د حضرت محمد صلی الله علیه و آله د مبعث اختر په مناسبت سره ځانګړی مراسم  د سرکونسل او د ایران نه تللې کسانو سره د کورنۍ په دې مراسمو کښې ګډون وکړو، دا مراسم به د ایران کونسلیټ کښې پیل شو.

په دې مراسمو کښې باغبانی خپل شعرونه د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و آله د مبعث په اړه قرائت کړل، ورپسې حسنی د خانه فرهنګ مشر خپله ویناوې وړاندې کړل.

په ادامه کښې د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و آله د مبعث په هکله د پوښتنو یوه مقابله پیل شوه چې ګټونکو ته کویټه کښې د ایران خانه فرهنګ له اړخه ولمانځلې شو او جایزه ورته ورکړې شوه.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3304412

captcha