IQNA

د سورئې په درعا کې تکفیری ترهه ګر پخپلو کې سره بیا ښکر په ښکر شول

6:19 - March 26, 2018
د خبر لمبر: 3481122
نړیواله ډله: العالم ټیلیویژنی چینل هم د سورئې په الحسکه ولایت کې د ځای سرچینو له قوله راپور ورکړی، د امریکائی ائیتلاف درو چورلکو په وسیله په شمال ختیځو سیمو کې د داعش پاتې جنایتکار سرغنې له سیمې وباسلی دی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، iuvmpress.com نه په نقل، د سورئې سانا خبری آژانس له قوله راپورورکړی، په سورئې کې د پوځ اومقاومتی ځواک پ په پرمختګ سره ، د درعا ولایت په لویدیځی سیمو کې د داعش او د آزاد پوځ په نامې سره دترهه ګرې ډلې دمشرانو ترمینځ اختلافات اوسرخوګی لازیات شوی دی ، په دې ډول چې د دوی په خپل مینځیو نښتو کې له دواړو خواؤ په لسګونو ترهه ګر هلاک شوی دی .
بل خبر دا چې د دسورئې په پخلاینې د څارونکی روسی مرکز نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، نن سهار راهسې تر مازدیګر پورې دختیځی غوطې له ښارګیو اوکلو څه دپاسه شپږ زره اوسیدونکی د حموریه سترې لارې په وسیله له دغې سیمې کرارو سیمو ته منتقل کړائ شوی دی . التبه دم ګړۍ په زرګونو کسان له ختیځی غوطې د وتلو لپاره دسترې لارې تر شا په انتظار کې دی . له دې مخکې وئیل شوی وو چې تر دې دمه له ختیځی غوطې سیمې څه دپاسه څلویښت زره ا وسیدونکی کرارو سیمو ته منتقل کړائ شوی دی .
همداراز العالم ټیلیویژنی چینل هم د سورئې په الحسکه ولایت کې دځای سرچینو له قوله راپور ورکړی ، دامریکائی ائیتلاف درو چورلکو په وسیله په شمال ختیځو سیمو کې د داعش پاتې جنایتکار سرغنې له سیمې وباسلی دی .
راپور ښئ درو امریکائی چورلکو له دې مخکې چې پر مځکې کینی ، الحیسی ، کالو او په جنوب کې ئې تل حمیس کلی سخت بمباری کړی او وروسته ئې هغه څلور داعشی جنایتکار مشران چې د دغو سیمو دبې ګناه زرګونو خلکو په وینو ئې لاسونه ککړ ؤؤ له هغه ځایه ویستلی او دالحسکه په جنوب شل کلومیټرۍ کې ئې هغه ځای ته منتقل کړی دی ، چې امریکائی پوځیان پکې ترهه ګرو ته ټرینینګ ورکوی . همداراز په دیرالزور کې هم ځینو ځای سرچینو وئیلی دی ، چې له دغو سیمو هم امریکائی عسکرو داعشی سرغنی نامعلوم ځای ته منتقل کړی دی .

http://iuvmpress.com/pa/13861

captcha