IQNA

د افغانستان عسکرو ۳۶۰ ترهګر وژلی دی

7:00 - March 26, 2018
د خبر لمبر: 3481130
نړیواله ډله:پوځي عملیاتو کښې له ټروریسټانو ګڼ شمیر وسلې ، مهمات او چاودیدونکي مواد هم کشف او ضبط شوي دي .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دافغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون وویل حکومتی عسکرو په تیرو اوو(۷) ورځو کښې په کاپیسا ، ننګرهار ، پکتیا ، غزنی ، پکتیکا ، وردک ، لوګر ، زابل ، قندهار ، ارزګان ، هلمند ، غور ، فراه ، فاریاب ، جوزجان ، قندوز او بدخشان ولایتونو کښې دوه پنځوس(۵۲) ګډ عملیات کړی دی
چې په ترڅ کښې یې درې سوه شپیته(۳۶۰) ټروریسټان هلاک شوی ، یوسل یوشپیته(۱۶۱) ژوبل شوی او سل(۱۰۰) نور نیول شوی هم دی .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وژل شویو او ژوبلو ترهګرو هویت ته له اشارې پرته وویل په دغو پوځی عملیاتو کښې له ټروریسټانو ګڼ شمیر وسلې ، مهمات او چاودیدونکی مواد هم کشف او ضبط شوی دی .
د افغانستان دفاع وزارت پرون په یوې(۱) بیانیې کښې د حکومتی عسکرو په تیرو څلورویشتو (۲۴)ساعتونو په پوځی عملیاتو کښې دپینځو(۵) داعش غړیو په شمول د دوه دیرشو (۳۲)ترهګرو د وژل کیدا خبر ورکړ

http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i67986

captcha