IQNA

له افغانستانه دامریکائی عسکرو د ویستلو هیڅ پروګرام نشته

11:43 - December 27, 2018
د خبر لمبر: 3481814
نړیواله ډله: د امریکا وال سټریټ ژورنال خپرونې تیره جمعې ورځې د امریکا دپنټاګان د یوه لوړپوړی چارواکی له قوله وئیلی وو ، د دغه هیواد دولسمشر ډونالډ ټرمپ دفرمان په اساس، کابو اوه زره امریکائی عسکر په راتلونکو څو اونیو کې له افغانستانه ویستل کیږی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د شفقنا خبری آژانس له قوله راپورراکړ  د امریکا د پوځ لوی درستیز  جنرال جوزف ډنفرډ   د افغانستان   دکابل په بګرام هوائی ډګر کې  امریکائی پوځیانو په  ټول کې   په راتلونکی کې  له افغانستانه د نیمو امریکائی  عسکرو د ویستلو په باب  دګونګوسو په ردولو سره  وئیلی دی ، په افغانستان کې د امریکائی عسکرو  په ماموریّت کې هیڅ بدلون  نه  دی شوی او دهغوی ماموریت د پروګرام په اساس  دوام لری .  د امریکا وال سټریټ  ژورنال  خپرونې تیره جمعې ورځې   د امریکا دپنټاګان د  یوه لوړپوړی چارواکی له قوله  وئیلی وو ،  د  دغه هیواد دولسمشر ډونالډ ټرمپ  دفرمان په اساس، کابو اوه زره امریکائی عسکر  په راتلونکو څو اونیو کې له افغانستانه ویستل کیږی .
په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي   دافغانستان  پروان ولایت   چارواکو بیګا وئيلي دي ،  وسلوالو طالبانو   په دغه ولایت کې دامریکائي عسکرو پر مرکز  بریدک ړی ، چې د خبر ترمخابیره کیداپورې ئې  داحتمالي مرګ ژوبلو په باب څه نه دي وئيل شوی .، حال دا چې طالبان مدعي دي ، په دغې حملې کې ئې  یو شمیر  امریکائي عسکر مړه او ژوبل کړی دي . طالبانو  دسه شنبې په ورځې هم  په هلمند ولایت کې  داوو امریکائي عسکرو د وژلو ادعا کړې وه .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79221
captcha