IQNA

د ښځو یوې ټولنې په یوه لیک کې له طالبانو د جګړې درولو غوښتنه کړې

22:43 - March 02, 2019
د خبر لمبر: 3481988
نړیواله ډله:  په خوست کې د سولې کوترې په نوم د ښځو يوې ټولنې وسله والو طالبانو ته يو ليک لېږلی او له هغوی په کې غوښتي چې له جګړې دې لاس واخلي او خپلو کورونو ته دې راستانه شي.
د ایکنا راپور له مخې، د پژواک خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په خوست کې د سولې کوترې په نوم د ښځو يوې ټولنې وسله والو طالبانو ته يو ليک لېږلی او له هغوی په کې غوښتي چې له جګړې دې لاس واخلي او خپلو کورونو ته دې راستانه شي.دغه مېرمنې داسې مهال د ليک په لېږلو سره له وسله والو طالبانو د سولې غوښتنه کوي چې هم مهاله د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امريکا متحده ايالتونو او د طالبانو د يوه پلاوي ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي.
هغوی چې نن (د کب ۱۱مه) په همدې موخه غونډې جوړې کړې وه، همدا ډول يې د سولې له روانو پروسې ملاتړ څرګند کړ او په ورته وخت يې له ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه چې مېرمنو ته دې هم په کې خپله ونډه ورکړل شي.
د تقوا په نوم د سولې کوترې ټولنې غړې او د دې غونډې يوې ګډونوالې خپلو خبرو کې هيله څرګنده کړه چې وسله والو طالبان به د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب وايي.
هغه زياتوي: ((غوښتنه مو دا ده چې د سولې په تړاو کومې خبرې روانې دي، په دې کې بايد ښځو ته کوم محدوديتونه کښې نه ښودل شي او همدارنګه په روانو خبرو کې بايد ښځو ته ونډه ورکړل شي او انشاءالله موږ د دې ليک د مثبت ځواب په تمه يو.))
د سُهيلا په نوم د دې غونډې د يوې بلې ګډونوالې په وينا چې په تېرو څلورو لسيزو جګړو کې ډېر زیان مېرمنو ته رسېدلی او په وينا يې، لازمه ده چې مېرمنو ته هم د سولې په خبرو کې پوره ونډه ورکړل شي.
هغه وايي: ((پر دې ټول پوهېږو چې ښځه د ټولنې نيمايي برخه تشکيلوي، نو دا که هر ډول خبرې او يا کنفرانسونه وي بايد ښځې په کې ګډون ولري؛ ځکه سړی نه شي کولی د خپل ژوند نيمه برخه هېره کړي نو اړينه ده ښځو ته هم په دې خبرو کې ونډه ورکړل شي.))
د خوست د شيخ زايد پوهنتون د جندر عمومي مديرې پلوشې هم دې غونډې ته په خبرو کې وويل، د دې لپاره د افغان مېرمنو د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې ساتل شوې وي، نو اړينه ده مېرمنو ته هم د سولې په خبرو کې برخه ورکړل شي.
هغې زياته کړه: ((همدا خويندې دي چې ډېرې قربانۍ يې ورکړې دي، د کورنۍ غړي ځوان زامن او مېړونه يې له لاسه ورکړي، نو د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه مهمه ده او د سولې غوښتونکي هم دي.))
دغه درې مخه ليکل شوی ليک چې خوستۍ مېرمنو وسله والو طالبانو ته لېږلی، په يوه برخه کې له هغوی غوښتنه شوې چې د خپلې انساني عاطفې له مخې دې له جګړې لاس واخلي او خپل هدف ته د رسېدو لپاره دې بله ممکنه لار ولټوي.
https://www.pajhwok.com/ps/2019/03/02
captcha