IQNA

د اسلامي انقلاب معظم لارښود تولیدونکو، کار زیږونکو او اقتصادي فعالانو په کتنه کښې؛

دښمن ته مو په ټولو ډګرونو کښې ماتې ورکړې، په اقتصادي جنګ کښې به یې هم ورکړو

17:36 - November 20, 2019
د خبر لمبر: 3482517
نړیواله ډله: د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران دوزره او پنځ سوه(۲۵۰۰) تولیدونکو، کار زیږونکو او اقتصادي فعالانو په کتنه کښې د ملي پانګې او په اسلامي نظام کښې د عامه سوکالتیا د پراختیا اهمیت او هم دا شان له هیواده له بهره د هیله او تمه نه لرلو باندې ټینګار وکړ

د ایکنا راپور له مخې، د اسلامي انقلاب معظم لارښود د دفتر ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامي انقلاب معظم لارښود د ایران د دوه زره او پنځ سوه تولیدونکو، کار زیږونکو او اقتصادي فعالانو په کتنه کښې د کورني تولید په وسلې او ارادې باندې د انقلاب سنبالول د ستونزو درملنه وبلله او زیاته یې کړه: د موجودو مسائلو یوازنۍ حل لاره دا ده چې د کورني تولید د پياوړتیا او غوړیدا لاره په جدیت سره جاري وساتو او په صحیح پریکړو او ضروري اقداماتو سره خنډونه لرې کړو چې په دې لارې د تګ مثبت آثار له مخکښې ډیر لیدل کیږي.د اسلامي انقلاب ستر لارښود کورنۍ وړتیاوې نامحدودې وبللې او زیاته یې کړه: انشاء الله د هغو ظرفیتونو په کارولو سره چې یوازې یوه برخه یې کارول شوې او د اقتصادی فعالانو د کار په برکت به بندیزونه له ګواښ نه په فرصت بدل کړو.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وینا په پاې کښې د ایران ولس او د انقلاب دوستانو او هم دښمنانو ته په خطاب کښې ټینګار وکړ چې د ایران ولس د پوځي، امنیتي او سیاسي جنګ په ډګرونو کښې دښمن په شا تنبولی دی او د خدای تعالی په فضل به په اقتصادي جنګ کښې هم په پریکنده توګه ماتې ورکړو او د تولید د غوړیدا او اقتصادي پرمختګ په لاره کښې د روان خوځښت په دوام سره به خپل روښانه راتلونکي ته ورسیږو.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دغه کتنه کښې تولید کونکي د (کورني تولید، اقتصادي رونق او عمومي سوکالتیا د پراختیا) د مهم ډګر قومندانان او مخکښان وبلل او څرګنده یې کړه: دا ستر میدان د یو حقیقي جنګ ډګر دی.
معظم لارښود د هیوادونو او قدرتونو ترمینځ همیشني اقتصادي جنګ ته په اشارې سره زیاته کړه: البته د امریکې د اوسني ولسمشر په پړاؤ کښې دغه جنګ له چین، کوریا، اروپا او نورو سیمو سره څرګند شوی او پراخ شوی دی او د ایران په وړاندې یې د بندیزونو د لګولو له لارې یو بوږنونکی، له کینې ډک او په جنایت ککړ شکل خپل کړی دی.
همدارنګه د اسلامي انقلاب معظم لارښود د ملي پانګې او په اسلامي نظام کمښې د عامه سوکالتیا د پراختیا اهمیت او هم داشان له هیواده له بهره د هیلې او تمې نه لرلو ضرورت ته په اشارې سره ټینګار وکړ: کار او بنیادي تګلاره (د کورني تولید د پياوړتیا او رونق له لارې د بندیزونو له تاوانه د اقتصاد خوندي کول) دي او زه د دې کار ملاتړی یم او د هیواد د حقیقي پرمختګ د لارې بشپړه دفاع کوم.
https://iqna.ir/fa/news/3858253
captcha