IQNA

ملا هیبت الله لس ورځني اوربند ته غاړه کیښوده

22:32 - January 16, 2020
د خبر لمبر: 3482692
نړیواله ډله: سرچینه وايي، په دې اړه پرېکړه د طالبانو د رهبرۍ شورا ۲۶ غړو لخوا لیکل شوې او د ملا هیبت الله لخوا تایید شوې ده، خو ټینګار یې دا دی چې په دغه موده کې به امریکا له طالبانو سره خامخا د سولې تړون لاسلیکوي.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، طالب سرچینو پاکستاني رسنیو  دي نیوز او ډیلي ټایمز ته په یو روایت کې وايي، چې ملا هیبت الله په ۱۰ ورځې خو په بل روایت کې وايي، چې ۷ ورځو لپاره د تاوتریخوالي په راکمولو موافقه کړې ده.د سرچینو په حواله طالبان به په دغه موده کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو کې ۹۰ سلنه کموالی راولي.
سرچینه وايي، په دې اړه پرېکړه د طالبانو د رهبرۍ شورا ۲۶ غړو لخوا لیکل شوې او د ملا هیبت الله لخوا تایید شوې ده، خو ټینګار یې دا دی چې په دغه موده کې به امریکا له طالبانو سره خامخا د سولې تړون لاسلیکوي.
طالب قومندانان وايي، له امریکا سره مذاکرات نهايي پړاو ته داخل شوي دي او کله هم په هوکړه لاسلیک کېدای شي، خو د تاوتریخوالي د راکمولو اعلان به ولس ته جوت نه کړي.
د سرچینو په حواله دا پریکړه ټولو جنګي قومندانانو ته رسېدلې ده او دوی به په دغه موده کې په ښارونو کې ځانمرګي لوی واړه بریدونه، د سړک غاړې چاودنې او هدفي وژنې نه ترسره کوي.
د سرچینې له قوله دا ځل طالب جنګیالیو ته امر شوی چې په نسبي اعلان شوي اوربند کې به د افغان حکومت ساحې ته نه ورځي او نه به هم د سړکونو او لویو لارو سر ته راوځي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په هند کې افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي وو چې طالبانو په اصولو کې په اوربند هوکړه کړې ده او په افغان ځواکونو به بریدونه نه کوي.
خو افغان حکومت بیا ویلي، د تاوتریخوالي راکمولو او اوربند تر منځ فرق شته.
د ارګ په وینا د تاوتریخوالي راکمولو طرحه عملي نه ده، بلکې که طالبان غواړي د سولې خبرې بریالۍ شي اوربند دې اعلان کړي.
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i87318
captcha