ایکنا- د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف په یوې وروستۍ اعلامیې کې وئيلي دي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله زیانمن شوي ماشومان د ځانګړو درملیزو خوړو په ترلاسه کولو سره بېرته د روغتیا پر لور ستنېږي.
د خبر لمبر: 3492953 خپرونې تاریخ : 2026/06/25
ایکنا- د معلوماتو له مخې، شاوخوا دوه کاله وړاندې هم د افغانستان د طالبانو حکومت د تمدن ټیلويژن پر دفتر عملیات کړي وو، خو هغه مهال ئې خپرونې نه وې درولې اوس ئې په داسې حال کې ددغه ټيلیویژني چینل خپرونې تړلي چې ښائي په محرم الحرام میاشت کې ددغه ټيلیویژني چینل له خوا د حسینی تاسوعا او عاشورا د شپو ورځو په مناسبت ځانګړي دینی پروګرامونه خپریدل.
د خبر لمبر: 3492951 خپرونې تاریخ : 2026/06/23
ایکنا- د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم الحرام د غمجنو شپو ورځو د رارسېدو په مناسبت په خپرې کړئ اعلامیې کې له امنیتي مسئولینو غوښتي چې د محرم او عاشورا د مراسمو د پرتمین او خوندي ترسره کېدو زمینه برابره کړي او د ټولو ښاریزو دیني او مذهبي حقوقو ته پاملرنه وکړي.
د خبر لمبر: 3492919 خپرونې تاریخ : 2026/06/16
ایکنا- د الکوثر ټيلیویژني چینل د نولسم پړاو قرآني سیالیو،چې «اِنَّ لِلْمُتَّقِینَ مَفَازًا» نومېدې، د پای مراسم ئې ترسره شول او د دې پړاؤ ګټونکي اعلان شول.
د خبر لمبر: 3492888 خپرونې تاریخ : 2026/06/10
ایکنا- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه قطري بنسټ (زده کړې له هر څه وړاندې) له خوا افغان نجونو ته د لوړو زدهکړو د بورسونو د برابرولو ستاینه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492886 خپرونې تاریخ : 2026/06/10
ایکنا- د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کې نن سهار د ځانمرګي برید له امله ۳۰ کسان وژل شوي او کابو ۸۰ نور ټپیان شوي دي چې وئيل کیږي، په لسګونو کسان مرګي حاله راپور شوي دي.
د خبر لمبر: 3492818 خپرونې تاریخ : 2026/05/24
ایکنا- د افغانسنان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یوناما له سرپرستې جورجت ګانیون سره په لیدنې کې ټینګار کړی، چې افغانستان حق لري، د ملګرو ملتو او په نورو نړیوالو اورګانونو کې رسمي استازولي ولري.
د خبر لمبر: 3492805 خپرونې تاریخ : 2026/05/21
ایکنا- د پاکستان یومنیتي چارواکي ویلي، ترهګرو لومړی له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی د پولیسو پوستې ته نږدې وچاودوه ،وروسته وسلهوال د پوستې ساحې ته ننوتل او پر ځواکونو یې ډزې پیل کړې. ویل کېږي، د بنو ښار په څنډې کې په دغې پوستې کې اتلس پولیس موجود وو، چې درې نور ئې هم ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492751 خپرونې تاریخ : 2026/05/10
ایکنا- د افغانستان د طالبانو حکومتی چارواکي وائي؛ د وګړو لپاره د امنیت په تامینولو کښې د هیڅ توپير ته قایل نه دي او ټول خلک به له کوم توپيره له یو شان امنیته برخمن دي.
د خبر لمبر: 3492736 خپرونې تاریخ : 2026/05/06
ایکنا- د ملګرو ملتو د بشري هستوګنې پروګرام «یو ان هبیتات» وايي، په روان ۲۰۲۶ کال کې ۴.۲ میلیونه افغانان بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري.
د خبر لمبر: 3492685 خپرونې تاریخ : 2026/04/20
ایکنا – د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښتو د زیاتېدو په غبرګون کې دواړه لوري زغم او خبرو اترو ته راوبلل او اعلان یې وکړ چې تهران چمتو دی د اسلاماباد او کابل ترمنځ د خبرو اسانتیا برابره کړي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.
د خبر لمبر: 3492521 خپرونې تاریخ : 2026/02/28
ایکنا - نا تایید شوي او غیر رسمي راپورونه وایي چې د افغانستان د طالبانو مشر مولوی هبتالله آخوندزاده د پاکستان په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492520 خپرونې تاریخ : 2026/02/28
ایکنانیوز – د پاکستان په اسلام اباد کې په یوه جومات کې د جمعې لمانځه د ادا کیدا په وخت د لمونځ ګوزارو په مینځ کې په ځان مرګي حملې کې کابو اویا لمونځ ګوزار شهیدان او کابو یو سل نوی نور ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492414 خپرونې تاریخ : 2026/02/07
ایکنا- د افغانستان د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین د کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492404 خپرونې تاریخ : 2026/02/03
ایکنا -د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې له منځنیو زده کړو محرومې دي.
د خبر لمبر: 3492358 خپرونې تاریخ : 2026/01/25
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ادعا وکړه چې عصري زده کړو ته هم پام شوی او په خبره یې ۱۲ میلیونه زده کوونکې په ښوونځیو کې عصري علوم زده کوي او ښوونیز نصاب هم اصلاح شوی دی.
د خبر لمبر: 3492319 خپرونې تاریخ : 2026/01/15
ایکنا- د وروستیو اقداماتو په محکومیّت کې په درست ایران کې په ولسی میلیوني شتون سره د سولې او دوستۍ تکریم او د ملی پيوستون ننداره یعني میلیوني لاریون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492308 خپرونې تاریخ : 2026/01/13
ایکنا- د افغانستان او پاکستان ترمینځ وروستیو ترینګلتیاؤ ددواړو هیوادونو د حکومتونو ترمینځ بې اعتمادي او ناباؤري تر ډيره حده زیاته کړې ده.
د خبر لمبر: 3492260 خپرونې تاریخ : 2026/01/04
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ په پاکستان کې په یولړ امنیتی عملیاتو کې د داعش خراسان ډلې ویندوي او د دغه ترهه ګر لوري د رسمي میډیا څانګې "الاعظائم فاؤنډیشن " بنسټ ایښودونکی ترهګر، سلطان عزیز اعظام، نیول شوی دی.
د خبر لمبر: 3492184 خپرونې تاریخ : 2025/12/20
ایکنا- یونیسف ادارې په یوه راپور کې وئيلي دي ، له دوه لکه دولس زرو زیات افغان ماشومان د اوبو له لارې خپرېدونکو ناروغیو سره لاس او ګریوان شوي دي .
د خبر لمبر: 3492180 خپرونې تاریخ : 2025/12/18