د ایکنا راپور له مخې، د نجباء اسلامي مقاومت د اطلاع رسونکې ویبپاڼې څخه په نقل، دغې غورځنګ په یوه بیانیه کښې، د عراق ولسمشر برهم صالح د امریکا له هم رتبه سره د کتنې منع کړې دې.
نجباء د عراق د ملت په حق کښې د امریکا د حکومت جنایتونو او تیریو ته په اشارې سره د واشنګټن له داعش څخه پټ او څرګنده ملاتړ، او د مقاومت د سنګر قوماندانانو شهیدول، او د برهم صالح له ټرمپ سره د داووس نړیوال اجلاس په څنګ کښې لید وغندلو.
په دې بیانیه کښې د عراق د پارلمان لخوا د امریکانیانو وتلو پرېکړه لیک ته په اشارې سره غبرګون ورکړې وو چې د عراق له رسمي شخصیتونو څخه هیڅ څوک حق نه لري چې د ټرامپ او د هغه غوندې نورو کسانو منت وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/3873482