تهران ایکنا، له العالم څخه په نقل، د افغانستان د ولسمشرۍ وروستۍ پایلې نن تقریبا څلور میاشتې وروستو اعلان شوې.
د افغانستان د انتخاباتو عالي کمیټۍ خبر ورکړ چې محمد اشرف غني د دغه هیواد اوسنۍ ولسمشر ۵۰.۶ رایو سره د انتخاباتو بریالۍ وټاکلې شو او عبدالله عبدالله د ملي وحدت اجرایي حکومت مشر ۳۹.۵۲ آرا ترلاسه کولو سره دویمه رتبه ترلاسه کړه.
عبدالله عبدالله د انتخاباتو د پایلو خبر خپریدو وروستو سمدستي خبر ورکړ چې هغه دغه پایلې نه مني او هغه "په انتخاباتو کښې د درغلی" د پلټنې غوښتنه کوي.
د افغانستان د ولسمشرۍ څلورم انتخابات د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروستو، تقریبا د درې میلیونو خلکو په ګډون سره د سپټمبر د میاشتې په ۲۸ نیټه ترسره شوې وو.
3879782