IQNA

په انتخاباتو کښې ګډون او په لوې امتحان کښې بریالی باندې له ايراني ولس څخه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر قدرونه

18:03 - February 23, 2020
د خبر لمبر: 3482828
تهران(ایکنا) - حضرت آيت الله العظمی خامنه اي نن سحر د فقهې د درس خارج د غونډې په ابتداء کښې په انتخاباتو کښې د خلقو د شرکت په خلاف د پرديو د تبليغاتي ادارو منفي او زياتې فضاء جوړونې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د دښمن د دسيسې په مقابل کښې ټول پکار دي د دفاع لپاره بېدار او چمتو اوسي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د انتخاباتو په ستر امتحان کښې د ايران د ملت د غوره ځلا او د دښمنانود هر اړخيزو پروپېګنډو او فرصت غوښتنو له ناکامولو څخه په قدرونې ته اشارې سره څرګنده کړه: دغه منفي پروپېګنډې له څو مياشتو مخکښې څخه او د انتخاباتو په نزدې کېدو سره زياتې شوې او په وروستۍ ورځ هم د يوې وائرسي بيماري په بهانه د هغوي رسنيو په انتخاباتو کښې له ګډون څخه د خلقو د منعې کولو لپاره له ډېر کم فرصت څخه هم ډډه ونه کړه.د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دغو غرضي پروپېګنډو باوجود د خداے پاک د شکر په ادا کولو او په انتخاباتو کښې د خلقو له پراخه ګډون څخه د زړۀ له تله قدرونې سره وفرمايل: خداے پاک اراده کړې ده چې دا ملت کامياب کړي.
معظم رهبر د ايران له ملت سره د دښمنانو دښمني يوازې په اقتصادي ، کلتوري، او ديني او انقلابي عقائدو په ډګرونو پورې محدوده ونه بلله او زياته يې کړه: هغوي حتی د ايران د ملت له انتخاباتو سره هم مخالف دي، ځکه چې نه غواړي د رائې صندوقونو ته د دين په نامه د خلقو د ورتلو او د انقلاب د خدمت ښکارنده د يو حقيقت په توګه تثبيت شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دښمن په مقابل کښې بېدارۍ  او د هغه پېژندلو ته د ټولو په رابللو سره تاکيدوکړ: د ايران د مختلفو مسائلو په خلاف د دښمن له جبهې څخه د زرګونو خلقو د فعاليت په مقابل کښې د ايران د ملت په جبهه کښې دې په ميلينونو تنه په تبليغاتي چارو کښې د متقابلې حملې ، ګوزار ورکولو ، دفاع او د ملت لپاره د ممکنو مختلفوکارونو لپاره اماده اوسي.
حضرت آيت الله العظمی خامنه اي په اسلامي نظام کښې د انتخاباتو کېدل له آزادۍ او ډېموکرېسۍ سره د دين د مخالفت په اړه د دښمنانو د ادعا باطلونکې چاره وبلله او وې فرمايل: په اسلامي جمهوريت کښې انتخابات ښودنه کوي چې دين د يوې هراړخيزې ډېموکرېسۍ بشپړه مظهر دے او د يوڅلوېښت کلونو په دوران کښې د اوۀ دېرشو انتخاباتو کېدل د ولسواکۍ لپاره د اسلامي نظام د بې مثاله اهتمام ښودنه کوي.
3880735
captcha