په دې کې د افغانستان ۹۷۱ کلتوري اثار هم شته او د کابل په هوایي ډګر کې هغه مهال نیول شوي چې د ترکیې استانبول ښار ته قاچاق کېدل.
انټرپول د چهارشنبه په ورځ وویل دا اثار په ۱۰۳ جګړه ځپلو هېوادونو، موزیمونو او نورو لرغونو سیمو کې د قاچاق وړونکو ډلو پر ضد د یادو پولیسو د پراخو عملیاتو په نتیجه کې نیول شوي دي.
د پولیسو په خبره دا عملیات د تېر میلادي کال په دوهمه نیمایې کې شوي وو، خو د عملیاتي دلایلو له کبله نهوو افشا شوي.
انټرپول وایې دغو اثارو د قاچاق په تړاو ۱۰۱ کسان هم نیول شوي دي.
په موندل شویو اثارو کې د بېلابېلو دورو سکې، لرغوني اثار، ګاڼې، تاریخي وسلې، انځورونه او فوسیلونه شامل دي.
د نړیوالو پولیسو مشر ویلي چې تنظیم شوي جرمونه څو مخه لري چې د لرغونو او کلتوري اثارو قاچاق یې یو مخ دی.