د قرآن کریم عظیم الشان مراسم، په دې وروستیو کښې د کابل په روغتون برید کښې د شهیدانو میندو او ماشومانو په یاد کښې نن (د می ۱۷) ۲۲:۳۰ او د کالیفورنیا په ۱۰ بجو د انټرنټ له لارې د افغانستان، ایران، آذربایجان او تاجیکستان د قاریانو په شتون سره ترسره کېږي.
محمد علي فروغي له افغانستان، احمد ابو القاسمي، سید جواد حسیني او قاسم مقدمي د ایران درې نړیوال قاریان، همداشان انار محمد اف له اذربایجان او ثمرالدین صمداف له تاجیکستان څخه تلاوت کوي.
دا محفل د امریکې میشته روحاني سید اباذر واحدي د اینسټاګرام له ویبپاڼې څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي او له افغانستان څخه د قرآن کریم حافظ او قاري حجت الاسلام توحیدي، هم مباحث وړاندې کوي.