IQNA

د عراق حزب الله

امریکا د اعتماد وړ نه ده

11:20 - June 14, 2020
د خبر لمبر: 3483256
تهران (ایکنا) - د عراق د حزب الله کنډکونو د امریکا او عراق ترمینځه د ستراتیژیکو خبرو اترو د لومړي پړاو پيل ته په اشارې سره خبر ورکړ چې امریکا د اعتماد وړ نه ده او د امریکې هرډول هڅه چې د عراقي پارلمان مخنیوی وکړي د واشنګټن لپاره به ډیر لګښت ولري.

له المعلومه څخه په نقل، د عراق حزب الله نن په یوه بیانیه کښې خبر ورکړ چې امریکا په داسې وخت کښې د واشنګټن او بغداد ترمینځه د ستراتیژیکو خبرواترو ته چمتو شوې چې پوهه شوې نور په عراق کښې ځای نه لري.
د عراق د حزب الله په بیانیه کښې راغلې چې امریکا د اعتماد وړ نه ده او د امریکې هرډول هڅه چې د عراقي پارلمان مخنیوی وکړي د واشنګټن لپاره به ډیر لګښت ولري.
د عراق د حزب الله کنډکونو زیاته کړه: امریکا یو جنایي تاریخ لري او د نړیوال قانون څخه په سرغړونه مشهور ده. نو ځکه امریکا باید پوهه شي چې که غواړې د عراق د پارلمان لخوا د امریکایي عسکرو د ایستلو پریکړه خنډه کړي نو دوي لپاره به ډیر لګښت ولري.
د بیانیې په دوام کښې راغلې دي: هغه کسان چې په عراق کښې د نیواکګرو ځواکونو د ساتلو هڅې کوي، باید چې پوه شي چې دوي د عراقیانو له قهر سره چې غواړي دغه نیواکګر وشړي د امریکې له شتون څخه ملاتړ نشي کولی.
د عراق د حزب الله کنډکونو ټینګار وکړ چې عراقیان په خپل یووالي سره د داعش پر وړاندې ودرېدل او اوس د نیواکګرو په وړاندې متحد شوې او ودریدلي دي.
3904675

captcha