په فرانسه کې د متحده عربي اماراتو سفیر او د ملګرو ملتونو د تعلیمي ، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) دایمي استازی علي عبدالله الاحمد د موصل تاریخي اثارو د رغولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د النوري جامع جومات او د دې جومات منارې چې په الحدبه پیژندلې کېږي ترټولو مهمې تاریخي آثار دي چې د بشري تمدن تاریخي او کلتوري میراث شمیرلې کېږي.
النوري جامع جومات د عراق هیواد له تاریخي جوماتونو څخه دی چې د موصل په غرب کښې واقع دی، دا جومات نورالدین زنګي، له ترک حاکمانو څخه د زنګیانو حکومت په شپږمې قمري هجري پیړۍ کښې جوړ کړی و او لرغونتوب یې له ۹پیړو څخه زیات دی. دا تاریخي اثر د خپلې محدب منارې سره په موصل کښې له مشهورو تاریخي منارو څخه و او په ۲۰۱۷ کال کښې د داعش ترهګرې له اړخه په چاودنه دا ویجاړ شوی و. د دې جومات بیابیا رغونه شوې چې په ورستۍ ځل په ۱۹۴۴ کال کښې و.