ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د ځوانو ماهرانو او د علمي وړتیا لرونکو نابغانو سره په کتنه کښې څرګنده کړه: د ایران ولس یو پياوړی متخصص او پوه ولس دی او په هم دې وجه له پخوا راهیسې د استعمارګرانو د سپکونکي نرم جنګ هدف ګرځیدلی ترڅو خپلې وړتیاوې او توانمنۍ هیرې کړي او حتی منکر شي او د (مونږ نه شو کولې) ستر دروغ ومني.
دوي وویل: د ایران د وروستیو ۲۰۰ کلونو په تاریخ کښې هم استعمارګرانو او د ایران د وخت واکمنانو په یوه خوله د ایراني ولس د ناتوانۍ تبلیغ کوه خو د انقلاب کامیابۍ دغه بهیر پاې ته ورسوه.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر غفلت او لوټل په ولسونو کښې د ناتوانۍ له القا کولو څخه د استعمارګرانو دوه بشپړونکي اهداف وبلل او زیاته یې کړه: کله چې یو ولس له خپلو توانمنیو غفلت وکړي، د هغه لوټل اسانیږي.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د غفلت د منفي پایلو په هکله د قرآن مجید په څرګندو آیتونو باندې په استناد سره زیاته کړه: خدای تعالی په اسماني کتاب کښې خبرداری ورکوي چې دښمن غواړي تاسو له خپلو وسلو او شتمنیو څخه غافل شئ څو په اسانه حمله وکړي چې دا موضوع نن سبا د ډرون او توغندیو د مسئلې په هکله په دنیا کښې دباؤنو او جنجالونو ته په پام سره د توجه وړ ده.
هغوي د ایران د راتلونکي او د نړیوال علم په ډګر کښې د مخکښې کیدو د ضرورت په هکله د خپلې څو کاله مخکښې وینا په یادونې سره وویل: باید داسې تګ وکړو چې په یو معقول راتلونکي کښې ایران د نړیوال علم سرچینه وګرځي او هر کس ماډرن علمي لاسته راوړنو ته د رسیدو لپاره د فارسۍ ژبې زده کولو ته اړ شي، لکه څنګه چې د تاریخ په ځینو پړاونو کښې ایرانیان د نړیوالې پوهې په سر کښې وو او د ایراني پوهانو کتابونه به د شرق او غرب په پوهنتونونو کښې تدریس کیدل.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر دغه روښانه او له ویاړه ډک راتلونکي ته د رسیدو لپاره درې مرحلې ضروري وبللې. وړومبۍ: د نړیوال علم له اولو لیکو سره د اوسني واټن د ختمولو لپاره پریمانه هلې ځلې. دویم: د نړیوالې پوهې له پولو تیریدل او انساني ټولنې ته د نویو علمي کشفیاتو وړاندې کول. او دریم: د ګټه ور ساینس او علم په بنیاد د ماډرن اسلامي تمدن جوړول.
معظم رهبر (مصنوعي پوهه) یا Artificial intelligence د یوې مهمې او د راتلونکي د جوړونې مسئلې په توګه یاه کړه او ټینګار یې وکړ: دا کار د دنیا د راتلونکي په اداره کولو کښې رول لري او باید داسې عمل وکړو چې ایران د مصنوعي پوهې په لړ کښې د دنیا په لسو غوره هیوادونو کښې شامل شي.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د پوه بنسټه شرکتونو د ودې او پياوړتیا لازمه، په هیواد کښې د دننه د هغوي د محصولاتو کارول وبلل او ویې ویل: کله چې یو پوه بنسټه محصول په هیواد کښې تولیدیږي نو له بهر څخه یې واردول نه دي پکار. او هم داشان حکومتي ادارې باید نورو هیوادونو ته هم د دغو محصولاتو د صادرولو زمینه برابره کړي او په دې لړ کښې دې د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو برخه د ایراني شیانو د تبلیغ لپاره پلاننګ او اقدام وکړي.