ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب دکلیزی یعنی د سباوون لسیزې د رارسیدو په درشل کښې د پاکستان په پیښور کښې د ایران کلتور ي خونې د ایران د لاسي صنایعو او د سیاحتي ځایونو د تصویرونو یو نندارتون ترسره کړ
د دغه نندارتون د پرانیستې یا افتتاحیه دستورو کښې د یادې کلتورخونې مشر مهران اسکندریان د ایران او پاکستان کلتوري او تمدني مخینې او مشترکاتو ته په اشارې سره وویل: د کلتوري نندارتون ترسره کیدل او د پيښور له ایډورډ تاریخي کالج سره د ملګرتیا د ور خلاصیدل محصلینو او نوي نسل ته د ایران د بډایه تمدن، کلتور او هنر د ورپیژندنې په لړ کښې یو لوړ ګام دی.