اینا خبری آژانس راپور راکړ، دمصر دغه غوره او مشهور قاری راغب مصطفی غلوش د ۱۹۳۷کال دجولائي په پنځمه نیټه د مصر په لویدیځ کې واقع طنطا ولایت په برما کلي کې زیږیدلی ؤ او په یوې قرآني اوعلمي کورنۍ کې وروزل شو . پلار ئې غوښتل هغه لوړې زده کړې وکړي او غوره مسئولیّتونه او څوکیو ته ورسیږي . په هغه وخت کې په کلي کې قرآني مکتبونه زیات ؤ چې ښه او تود هرکلی ئې کید.د راغب پلار ، هغه هڅولو چې له لومړنیو زده کړو وروسته مکتب خانې ته لاړ شي ، ددغه بچي وړتیاوې ډير زر رابرسیره شوې او په اته کلنۍ کې په کلي کې په تیره بیا د قرآن په حافظانو کې ډير مشهور شو .
رغب مصطفی غلوش په دولس کلنۍ کې د خپل ډير په زړه پورې آواز په دلیل شاوخوا کلو او بلاخره د مصر د لیرې پراته ولایت مرکز طنطا ښار ته ئې مشهورتیا ورسیده او هغه ته د شاوخوا کلو او ښارونو په دیني محفلونو او دستورو کې د قراءت لپار بلنه ورکول کیدله . هغه وروسته د طنطا ښار په الاحمدي جومات کې د قرآن د قرآت موسیسې ته مراجعه وکړه او قرآني قراءتونه ئې له استاد ابارهیم طبلیهي څخه زده کړل . همداراز عبدالغني شرقاوي او ابراهیم سلام هم دهغه استاذان وو . غلوش تر ډیرې مودې پ،رې د مصطفی اسماعیل یو مقلد ؤ او دهغه غږ سره غلوش غږ دير شباهت درلود.
راغب مصطفی غلوش تر دیرشو کلونو پورې هر کال په روژې مبارکې میاشتې کې د امریکا ،بریتانیا،فرانسې ، کینیډا پشمول مختلفو هیوادونو ته سفرونه کول، خود ژوند په وروستیو زیاتره کلونو کې په مصر کې پاتې شو . هغه په ۱۳۶۸،۱۳۷۴،۱۳۷۹ او ۱۳۸۱لمریز کلونو کې څلور ځله ایران ته هم سفر راکړی او په ایران کې د ده دتلاؤت ډير تود هرکلی وشو .
راغب مصطفی غلوش بلاخره د ۲۰۱۶ دفرورۍ په شپږمه نیټه په ۷۷کلنۍ کې په مصر کې وفات شو او د هغه مړی د مازدیګر دلمانځه له قایمیدا وروسته پخپل زیږنځاي برما کلي کې خاورو ته وسپارل شو
ددغه خدای بخښلي غوره قاري دتلاؤت ویډیوئي کلیب د هغه د رحلت دشپږمې کلیزې په درشل کې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .