ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ ویندوي داؤد شهاب له ایران پریس خبری آژانس سره په خبرو کې له ا سرائیلو سره دځینو عربانو د اړیکو د پایلو په باب او دغه راز په دې اړه د سعودي عربستان د ولی عهد ددریځ په باب روښانه کړې ده ،له اسرائيلي دښمن سره د عربانو داړیکو د ټينګولو لپاره هیڅ توجیه نشته او دا اقدام له فلسطین او عربی او اسلامی امت سره ستر خیانت دی .
د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان د امریکا له اټلانټيک خپرونې سره په خبرو کې وئيلي دي ،عربستان د اسرائيلو ته د دښمن په توګه نه ګوي ، بلکې د یوه متحد په توګه ورته فکر کوي .د سعودي ولی عهد دغه دریځ د فلسطینیو مبارزو ګوندونو او ډلو ټپلو سخته غوسه راپارولې ده .
د فلسطین مختلفې ډلې ټپلې له اسرائيلو سره دعربانو داړیکو عادي کیدا محکوموي او دا د فلسطین د آئيډئيل په زړه د خنجر ګوزار ګڼي .
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوي ووئیل،دې ته په پام سره چې په فلسطینی ټاټوبي کې د صهیونیسټانو شتون ناروا دی،له دغه رژيم سره د عربانو اړیکې دمنلو وړ نه دي .