د پاکستان دفاع وزیر د سعودي عربستان او ترکیې له هېوادونو سره د خپل هېواد ګډ دفاعي تړون د اسلامي نړۍ د یووالي د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د حل لپاره یو نوی فرصت وباله او وې ویل؛د اسرائیلو تیریګر رژیم زمونږ ټولو لپاره یو ګواښ دی؛ نو مسلمان هېوادونه باید د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره د خپل یووالي پیاوړتیا او همغږۍ، تګلارې تعقیب کړي.
د خبر لمبر: 3493154 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
د فلسطین د مقاومت کمېټې؛
ایکنا- د فلسطین د مقاومت کمېټوپه یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي، د غزې د خلکو له خوا د هغو شهیدانو د جنازو ستر مراسم، چې درې کاله وروسته خاورو ته وسپارل شول، د فلسطین د ملت پر ضد د نسلوژنې جنګ د وحشتناکو اړخونو ژوندی سند او د صهیونیستي رژیم د بېساري جنایتونو نه انکارېدونکی ثبوت دی.
د خبر لمبر: 3493146 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا - د لبنان د حزبالله عمومي منشي، د امریکا او صهیونیستي رژیم هغو هڅو ته په اشارې سره چې غوښتل ئې په سیمې کې د خپلو پلانونو د عملي کولو پر وړاندې خنډونه له مینځه یوسي، او دې ته په کتو چې خپلو موخو ته ونه رسېدل، ټینګار وکړ ،ایران د امریکا او صهیونیسټي رژیم پر وړاندې په مقابلې کې بریالی شوی دی.
د خبر لمبر: 3493138 خپرونې تاریخ : 2026/08/05
ایکنا- د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د فارس خلیج د څنډې عربي هېوادونه لا هم د ایران پر ضد د جنګ د دوام د څرنګوالي په اړه پځپلو کې سره له ژورو اختلافونو سره مخ دي.
د خبر لمبر: 3493129 خپرونې تاریخ : 2026/08/04
د ایران دفاع وزیر!
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ددفاع وزارت سرپرست ټينګار کړی، نه غافلګیر کیږو او نه هم بې پروا ؛ ګواښ د خپل قدرت دلوړتیا، د مخنیونکي قدرت د پیاوړتیا او د چمتووالي د زیاتیدا اساس ګرځوو.
د خبر لمبر: 3493123 خپرونې تاریخ : 2026/08/02
ایکنا- د «فلسطین د ملاتړو کاروان» له فرانسې څخه له حرکت وروسته، د دې لپاره چې د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم روان نسلوژنې ته د نړیوالو پام واړوي او له فلسطین سره د پیوستون پیغام ورسوي، د بوسنیا او هرزېګوینا مسلمان مېشت ښار سربرینیتسا ته ورسېد.
د خبر لمبر: 3493117 خپرونې تاریخ : 2026/08/02
ایکا- په ټولنیزو چینلونو کې فعالانو د غزې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ اغېزشیندونکي ویډیو خپره کړې، چې د مور له شهادت او د یوازیتوب له سختو شېبو وروسته، قرآن کریم د هغې د مات زړه پناه ګرځېدلی دی.
د خبر لمبر: 3493110 خپرونې تاریخ : 2026/08/01
ایکنا - د کربلا ولایت مسئولانو د اعلان له مخې، دغه ولایت به د حسینی اربعین د زائرینو د مناسب هرکلي او خدمت لپاره له چهارشنبې څخه تر دوشنبې پورې په رسمي توګه رخصت وي.
د خبر لمبر: 3493105 خپرونې تاریخ : 2026/07/30
ایکنا- واشنګټن ته د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له سفر سره په یووخت د فلسطین یوې ملاتړې ډلې د سپینې ماڼۍ مخ ته له اسرائیلو څخه د امریکا په ملاتړ باندې اعتراض کښې غونډه وکړه.
د خبر لمبر: 3493095 خپرونې تاریخ : 2026/07/29
کینیايي سیاسي فعال:
ایکنا- یو کینیائي سیاسي فعال، د فلسطین د آرمان په ملاتړ کې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د دریځونو په ستایلو سره وویل: شهید آیتالله العظمی امام خامنهای یوازې د ایران یا د اسلامي نړۍ رهبر نه و، بلکې د ټولو مستضعفو خلکو، په ځانګړي ډول د نړۍ د جنوب د ملتونو اتل و. هغه د فلسطین د مسئلې په دفاع کې له تر ټولو ثابتقدمو شخصیتونو څخه و.
د خبر لمبر: 3493083 خپرونې تاریخ : 2026/07/27
د پاکستان یو تکړه شناندی ناصرحسین!
ایکنا- پارس ټوډې – د پاکستان یوه تکړه شناندي او دټولنیزو چارو مشهور فعال په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي او ورسره د تپلي جنګ د نورو لوړپوړو شهیدانو پاکه وینه به له درستې سیمې د استعمار او استکبار سپير ټغر ډير زر ټول کړي.
د خبر لمبر: 3493080 خپرونې تاریخ : 2026/07/26
دښمن ته په خطاب کې د سردار عبداللهي پیغام
ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا (ص) د مرکزي غونډ قوماندان په یوه پیغام کې ووئيل؛ له دې وروسته، د هر هغه ایرانی وګړي د شهادت په بدل کې چې شهید شي، یو امریکائی عسکر به ووژل شي
د خبر لمبر: 3493077 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
د ۸ اسلامي هېوادونو ګډه اعلامیه؛
ایکنا- د اتو عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې په مسجدالاقصی کې د صهیونیسټي رژیم د پاروونکو اقداماتو د زیاتېدو غندنه کړې او ټینګار ئې کړی چې اسرائیل په دې مبارک جومات کې هېڅ ډول حقوقي او تاریخي حق نه لري.
د خبر لمبر: 3493074 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
ایکنا- د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ووئيل چې د فلسطین د خلکو له حقوقو څخه نړیوال ملاتړ به لا هم زیات شي
د خبر لمبر: 3493072 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
ایکنا- د امریکا د کانګرس استازو مجلس پرون ناوخته د جنګ د واکونو قانون (War Powers Act) له مخې د دوهم ځل لپاره یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پابند کوي،څو امریکایي پوځي ځواکونه له ایران سره له روان جنګ وباسي.
د خبر لمبر: 3493071 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
د سپاه پاسدارانو خبرداری!
ایکنا- سپاه پاسدارانو په سیمې کې د امریکائي پوځي مرکزونود کوربه هیوادونو خلکو ته په خطاب کې خبرداری ورکړی، دامریکائي پوځيانو د پوښښ اوپټيدا له ځایونو دې فوري لیرې شي.
د خبر لمبر: 3493070 خپرونې تاریخ : 2026/07/24
ایکنا- د نیویارک مسلمان ښاروال زهران ممداني اعلان کړی چې د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د نیویارک ښار د سفر پر مهال د هغه د نیولو قانوني امکان ارزول کیږی.
د خبر لمبر: 3493058 خپرونې تاریخ : 2026/07/21
ایکنا- د ۲۰۲۶نړیوال جام کې د اسپانیا د فټبال ملی ټیم اتلوالي ، د اسلامی هیوادونو د ولسونو او دغه راز د نړئ د پتمنو او د فلسطین او د مظلومانو درستو ملاتړو له پراخ هرکلی سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3493054 خپرونې تاریخ : 2026/07/21
ایکنا - د فلسطین یو ۱۷ کلن فوټبالر چې تېره اوونۍ په لوېدیځي غاړې کې د صهیونیسټ مېشته ښارګوټواوسیدونکو د برید پر مهال په ډزو ټپي شوی و، د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۷مه، د سختو ټپونو له امله شهید شو.
د خبر لمبر: 3493053 خپرونې تاریخ : 2026/07/20
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یوه تکړه او مشهور قاری احمد ابوالقاسمي د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د یاد په دستورو کې چې د رضوی مقدس حرم په کوربتوب سره ترسره شوې ، د فاتحې سورې او دغه راز د نساء سورې له ۶۴ آیته تر ۷۱ پورې د آیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3493051 خپرونې تاریخ : 2026/07/20