ایکناخبری آژاسن د المسیره له قوله راپور راکړ،روانه اونۍ د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر مهدي المشاط ، په درستو داخلی او له پولو په بهر کې د یمن د پوځ د درې ورځني او یو اړخیز اور بند خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ،که سعودي ائيتلاف دیمن په ضد خپلې درستې حملې اوتیري ودروي ، نو دغه اوربند نهائي کیږي . دغه درې ورځنی اور بند له یکشنبې ورځې اجرا شوی دی .
په راپور کې وئيل شوي دي ،د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک الحوثي پرون ددغه فرصت د له لاسه ورکولو په باب سعودي ائیتلاف ته خبرداری ورکړ او ټینګار ئې وکړ، مونږ به له کلابندۍ او تیریو سره دمقابلې لپاره هیڅ هڅه ونه سپمَوو ، او هیڅکله به دکلابندۍ دوام ونه منو .
عبدالمالک الحوثي ددې خبرې په کولو سره چې د کسر الحصار الثالثة،عیني د دریمې کلابندۍ د ناکامۍ په عنوان سره په عملیاتو سره په یمن د تیریو اته کلن کال پیل شوی ، ټينګار وکړ،تیریګر د یمن د پوځ او ولسی مبارزانو له درندو ګوزارنو څخه په آمان کې د پاتیکیدا او له مخمصې د وتلو لپاره دحملو له دریدا او د کلابندۍ له ختمولو پرته بله هیڅ لاره نه لري .
د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو تل اعلان کړی ، د یمن په ضد د سعوډي ائيتلاف دتیریو او کلابندۍ تر دوام پورې به ، د سعودي ائيتلاف دغړو هیوادونو د حساسو اوسټراتژيکو تاسیساتو په شیشت کې راوستل او ټارګټ کول هم دوام ومومي .