ایکناخبری آژانس د سیدتي له قوله راپور راکړ، د سعودي عربستان د حج او عمرې د چارو وزارت پرون د چنګاښ په لسمه نیټهع دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، په دغو لارښونو کې چې د آډیو او انځوریز ډول خپرې شوي ،درست شرعي اداب او اطلاعات ، روغتیائي ، اجرائي او له حج سره اړونده اداري چارې په ساده ژبه او سره دعکسونو او متحرک نقاشۍ د حاجیانو د لارښونې لپاره وړاندې کړئ شوي او په آسانۍ سره ورځيڼي استفاده کیدلی شي .
همداراز په دغو لارښونو کې داحرام تړل ، ، مسجد النبوي مختلفو برخو کې ګرځيدل او معرفي کول ،د رمي جمرات د برخې لارښونې ، د عرفې ورځې عملونه ، مزدلفه ، دمنا مناسک ، د قربانۍ داختر په با او دغه راز دمکې مکرمې دمهمو ځایونو، تاریخي آثارو او دغه راز د مدینې د سیّلناکو او د لیدو وړ درست ځایونو لارښونې او دمسجد الحرام د درستو برخو لارښونې پکې شوي دي .
دغه لارښونې په ډير جذاب او هنري بڼه خپرې شوي او یو روزنیز فلم هم ورسره خپور شوی او ورسره ورسره لارښونې شوي دي
حاجیان صاحبان له دغو لارښونو څخه د استفادې لپاره د عربستان دحج اوعمرې د وزارت انټرنیټي سایټ ته مراجعه کولی شي او ددغو لارښونو د لیدو امکان هروخت او په درستو موبایلونو کې شپه ورځ په وړتیا توګه لیدلی او کتلی شي .