حاجیان

IQNA

بچوې
ایکنا- د مکې مکرمې د مسجد الحرام او د مدینې منورې د مسجد نبوي (ص) د چارو عمومي ادارې اعلان کړی، چې د مسجد نبوي (ص) دننه د زیارتوالو  د تګ راتګ د تنظیم او مدیریت لپاره ۳۷۰ لارښوونکې تابلوګانې او برېښنايي سکرینونه نصب شوي دي.
د خبر لمبر: 3493570   خپرونې تاریخ : 2026/11/03

ایکنا- د مسجدالحرام او مسجد نبوي چارو عمومي ادارې په مسجد نبوي (ص) کې د زیارت کوونکو د تګ راتګ د اسانتیاؤ لپاره د لارښوونې د یوه مدغم سیستم د فعالولو خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3493543   خپرونې تاریخ : 2026/10/28

ایکنا- د حرمین شریفین د چارو عمومي ادارې د معلوماتو له مخې، د تېر ستمبر په میاشت کې د مسجد نبوي د لیدونکو شمېر له ۲۱.۵ میلیونو څخه زیات و.
د خبر لمبر: 3493509   خپرونې تاریخ : 2026/10/21

د ۲۰۲۶ کال په  وروستیو درو  میاشتو کې!
ایکنا- د مدینې منورې د ملک فهد د قرآن کریم چاپ ټولګه د ۲۰۲۶ کال په وروستیو درو میاشتو کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د څه باندې ۵۰۰ زره زیارت کوونکو کوربه و.
د خبر لمبر: 3493459   خپرونې تاریخ : 2026/10/11

 ایکنا- د مسجدالنبي(ص) او د هغه د صحنونو د روښانتیا سیستم له ۳۰ څخه د زیاتو ډولونو د رڼا یونټونو څخه جوړ شوی او په ټولیز ډول پکې یو لک اته دیرش زره  او   ۶۵۰ بېلابېل څراغونه کارول شوي دي. دغه څراغونه د لمانځه په ځایونو، ستنو، برانډو صحنونو  او نورو برخو کې وېشل شوي، څو د  جومات  او صحنونو په ټولو برخو کې مناسبه رڼا برابره کړي.
د خبر لمبر: 3493362   خپرونې تاریخ : 2026/09/21

ایکنا- د سعودي عربستان د «حجاتون ۲۰۲۶» په نوم د یوه نوښت په چوکاټ کې، ۴۰۵ ټیمونه د بیت‌الله شریف حاجیانو ته د خدمتونو د بدلون او ښه والي لپاره د دوو ورځو، یعنې د ستمبر په ۲ او ۳ ، له یو بل سره سیالي کوي.
د خبر لمبر: 3493273   خپرونې تاریخ : 2026/09/03

ایکنا-  په مدینې منورې کې د «ملک فهد» د قرآن کریم د چاپ مجمعې په یوې ورځې کې د ۱۰ زره او ۵۵۸ کسانو په منلو سره، د دې مجمعې په تاریخ کې د ورځنیو لیدونکو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړه.
د خبر لمبر: 3493212   خپرونې تاریخ : 2026/08/20

ایکنا- د سعودي عربستان د «ملک عبدالعزیز» د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تفسیر د ۴۶  نړیوالې سیالۍ ښځینه او نارینه ګډونوالو په مدینه منوره کې د «ملک فهد» د قرآن کریم د چاپ مرکز  لیدنه وکړه.
د خبر لمبر: 3493209   خپرونې تاریخ : 2026/08/19

د کعبې شریفې د کلنۍ وینځلو مراسم د سې‌شنبې په سهار د کعبې د داخلي دېوال د زمزم په هغو سپېڅلو اوبو د وینځلو سره پیل شول چې د ګلابو له اوبو سره ګډې شوې وې او د حرمینو شریفینو د چارو عمومي ادارې له مخکې چمتو کړې وې.
د خبر لمبر: 3492984   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

ایکنا- د حسینی اربعین د فرهنګي کمیشن د قرآني فعالیتونو د کمېټې د قرآني شورا غونډه  پرون ترسره شوه. د شورا غړو د حسینی اربعین د موسم د وروستیو قرآني پروګرامونو ارزونه وکړه او د ګډون کوونکو ادارو ترمینځ د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په اړه ئې نظرونه سره تبادله کړل.
د خبر لمبر: 3492969   خپرونې تاریخ : 2026/06/29

ایکنا- په سعودي عربستان کې د محرم الحرام د لومړۍ ورځې او د ۱۴۴۸ هجري قمري کال  له  پیل سره سم، د بیت الله الحرام پرده بدله او نوې پرده پرې وځړول شوه.
د خبر لمبر: 3492929   خپرونې تاریخ : 2026/06/18

ایکنا- د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت اعلان کړی چې د روان حج په موسم کې ئې حاجيانو ته درې لکه   ۷۴ زره او ۶۶۰ د قرآن کريم نسخې ډالۍ کړې دي.
د خبر لمبر: 3492924   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا- د حج په شپو ورځو کې د حاجیانو د لېږدولو پر مهال د یوه مصري  ګاډي چلوونکي د قرآن کریم تلاوت د ټولنیزو   چینلونو د کاروونکو له پراخ هرکلي او ستاینې سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492863   خپرونې تاریخ : 2026/06/03

ایکنا- د مسجدالحرام او مسجدالنبي(ص) د دیني چارو ادارې د «حرمین» په نوم د قرآن کریم د تلاوت د مجازي زده‌کړې اپلېکېشن  په آنلاین  بڼه  د صحیح قرائت د زده‌کړې لپاره پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492858   خپرونې تاریخ : 2026/06/02

ایکنا -د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د حرمین شریفین د خادم د ډالۍ په توګه په حاجیانو باندې د قرآن کریم د ژباړل شوو نسخو  وېش پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492846   خپرونې تاریخ : 2026/05/31

ایکنانیوز  یوه ویډیو ترلاسه کړې ده ،  چې د ۱۹۲۸ میلادي کال (یعني له  ۹۸ کاله مخکې) پورې اړه لري، داسې انځورونه  پکې ثبت  شوي  چې ښئي سل کاله مخکې، سره له دې چې د حج سفر ډېر سخت شرایط او مکې ته د رسېدو ګڼې ستونزې موجودې وې، خو د خدای کور ته د رسېدو مینه او شوق تر هر خنډه پیاوړی  او ولولناک و.
د خبر لمبر: 3492842   خپرونې تاریخ : 2026/05/30

ایکنا- مراکشۍ خبریالې او لیکوالې حیات لعلاب، ټینګار وکړ: حج د ګډ ژوند د پیاوړتیا، د نورو کلتورونو د منلو او د نورو ملتونو د دود او دستورونو  پر وړاندې د پرانیستې فضا لپاره یو فرصت دی، او د اسلامي امت لپاره د یووالي او ستر سیاسي او ټولنیز ې بیدارئ موسم ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3492841   خپرونې تاریخ : 2026/05/30

ایکنا- د قربانۍ لوي نیکمرغه اختر د اسلامي نړۍ یو ترټولو لوي اختر دی، چې د ایمان، تسلیمۍ او قربانۍ هغه تاریخي کیسه راژوندۍ کوي چې حضرت ابراهیم(ع) پکې د الهي ازموینې پر مهال د بندګۍ او اطاعت ستره بېلګه وګرځېد. دغه پېښه تر نن ورځې پورې د حج په مناسکو او د مسلمانانو په فرهنګ کې د معنویت او ټولنیز یووالي  له روحیې د ډک اختر په توګه لمانځل کېږي.
د خبر لمبر: 3492832   خپرونې تاریخ : 2026/05/28

ایکنا- د حج تمتع د مناسکو له رسمي پیل سره هم‌مهاله، د سعودي عرب چارواکو وئيلي دي چې د بیت‌الله الحرام د حاجیانو لومړۍ ډلې د «مِنا» مشعر ته رسېدلي دي او د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د حج مراسمو، په ځانګړي ډول د «یوم الترویه» لپاره ټول اجرائي، خدماتي او ډیجیټلي تدابیر بشپړ شوي دي.
د خبر لمبر: 3492827   خپرونې تاریخ : 2026/05/26

ایکنا - د سعودي عربستان چارواکو وئيلي دي چې د حج د زیارتوالو د لا ښه خدمت لپاره یې په مسجدالحرام او مسجدالنبي کې د یخَولو او سمارټ  رڼا ستر سیستمونه فعال کړي دي؛داسې سیستمونه چې د نړۍ له تر ټولو لویو سړوَنکو او رڼا ورکونکو ټولګو شمېرل کېږي او د پرمختللو ټیکنالوژیو په مرسته د میلیونونو حاجیانو هوساینه او امنیت تضمینوي.
د خبر لمبر: 3492821   خپرونې تاریخ : 2026/05/25