ایکناخبری آژانس د عراق خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د عراق په نجف اشرف کې د علوي سپيڅلی حرم نن له سهار وختي راهسې د غدیر خم د نیکمرغه اختر په مناسبت دهغو لکونو زیارتوالو کوربه دی چې د عراق له مختلفو سیمو او دغه راز د نړۍ له نورو لسګونو هیوادونو دغه ځاي ته ورغلي دي څو د مسلمانانو دغه یو لوي اختر چې په عبدالاکبر او عید آل محمد(ص)تعبیريږي ، د حضرت امام علی علیه السلام د مقدس حرم په شاوخوا کې ځاي په ځاي شوي دي.
د ایرانیانو پشمول د اهل بیت علیهم السلام پيروکار او مینه وال له اهل بیت علیهم السلام په تیره بیا د حضرت محمد مصطفی(ص)دجانشین او د ولایت او امامت د سمبول حضرت امام علی علیه السلام په سپيڅلي حرم کې د درست اسلامی امت د نیکمرغۍ او وحدت او دغه راز دمومنانو دکامیابۍ او نیکمرغۍ لپاره دعاګانې کوي او خپل عشق او پرتم نندارې ته وړاندې کوي .
د ایکناخبري آژانس درست کارکونکي په دې نیکمرغه ورځ دنړۍ درستو پتمنو او داهل بیت علیهم السلام مینه والو او په تیره تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .