ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن ماسپښین د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او ورسره پلاوي سره په کتنې کې د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ په تیره بیا د تجارتی ملګرتیاؤ د زیاتولو په اهمیّت باندې په ټینګار سره ، صهیونیسټ رژيم د اسلامی هیوادونو ترمینځ داختلاف درامینځة کونې یو اصلي عامل وباله او په دې په ټينګار سره ئې چې امریکا او غاصب صهیونیسټي رژيم د فلسطینیانو د ژور او قدرتمند حرکت مخه نشي نیولی ،د سورئې د موضوع په باب ئې جوته کړه،د سورئې د مځکنۍ بشپړتیا ساتل ډير مهم دی او د سورئې په شمال کې هرډول پوځي حمله به د ترکیې ، سورئې او ددرستې سیمې په تاوان او د جنایتکارو ترهه ګرو په ګټه وي .
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه په دغې کتنې کې د دواړو هیوادونو د اقتاصدي ملګرتیاؤ او تبادلاتو اندازه او کیفیّت له شته ؤ وړتیاؤ څخه ډير کم وباله او ټينګار ئې وکړ ، دا موضوع دې د ولسمشرانو ترمینځ په خبرو کې حل شي .
دوي همداراز د اسلامی امت عظمت او عزت ،له سلیقه ای اختلافاتو څخه د تیریدا او د درز اوتفرقه اچونکو سیاستونو په مقابل کې د هوښیارتیا په غوټه کې وباله او وې وئيل ، په سیمې کې د اختلاف او دښمنۍ د رامینځة کونې یو اصلي عامل غاصب صهیونیسټي رژيم دی چې امریکا هم ورڅخه بشپړ ملاتړ کوي .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود فلسطین د اسلامی دنیا لومړنۍ موضوع وبلله او ټینګار ئې وکړ ، له صهیونیسټي رژيم سره د ځینو هیوادونو له راشته دیرشه سره سره ، ملتونه ، له دغه غاصب رژيم سره ډير زیات مخالف دي .
دوي په دې خبرې په ټينګار سره چې باید پر امریکا او صهیونیسټي رژيم تکیه ونه شي ، ووئيل ، نن سبا به نه صهیونییسټي رژيم او نه هم امریکا او نه هم بل څوک د فلسطینیانود ژور حرکت مخنیوی ونه کړائ شي او د کار او چارو نتیجه به د فلسطین د ولس په ګټه وي.
حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي په دوام کې د سورئې د مځکنۍ بشپړتیا موضوع ډیره مهمه وبلله او د سورئې په شمال ئې د پوځي حملې په باب ځینو خوځښتونو ته په اشارې سره ټينګار وکړ، دغه کار به قطعا هم د سورئې ، هم د ترکیې او هم ددرستې سیمې په تاوان وي او د سورئې د حکومت له خوا به د تمې وړ سیاسی اقدام هم محقق نه کړي .
دوي دغه راز له ترهه ګرو ډلو څخه د ترکیې د ولسمشر نفرت اوکرکې ته په اشارې سره ووئيل ، له ترهه ګرۍ سره حتما پکارده مبارزه وشي ،خو په سورئې پوځي حمله به دترهه ګرو په ګټه وي ، البته ترهه ګر هم یوې خاصې ډلې ته محدود نه دي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود له ترهه ګرو ډلو سره دمبارزې لپاره دایران دملګرتیا په باب د ترکیې د ولسمشر د غوښتې په ځواب کې ووئيل ، مونږ له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې په ډاډ سره له تاسو سره ملګرتیا کوو. . حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي پهدې په ټينګار سره چې مونږ د ترکیې امنیت خپل امنیت ګڼو، رجب طیب اردوغان ته په خطاب کې ووئيل ، تاسو هم د سورئې امنیت خپل امنیت وګڼئ ، د سورئې مسئلې باید په خبرواترو سره حل شي او ایران ، ترکیه او روسیه دې دا موضوع په خبرواترو سره تمامه کړي .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د سیمې په درستو مسئلو کې د ایران او ترکیې ملګرتیاوې ښې او لازمې وبللې او زیاته ئې کړه ، مونږ تل د تاسو له حکومته د لاسوهنو په مقابل کې او په داخلی موضوعګانو کې دتاسو دفاع کړې ده او هماغه شان چې تاسو ووئيل،د یوه بل د سختو پړاؤنو دوستان یوو ، او د ترکیې دمسلمان ولس لپاره دعا کوو .
په دغې کتنې کې چې د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر هم پکې شتون رلود ،دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قرباني دلوي اختر او د غدیر د نیکمرغه اختر په مناسبت دمبارکۍ په وئيلو سره د اسلامی امت اتحاد او دترکیې اوایران دپيوستون زیاتیدا لازمه وبلله او وې وئيل ، ترکیه هیڅکله هم دایران په ضد د د دسیسو په مقابل کې هیڅکله چپه خوله نه یوو او د ایران او ترکیې ورورولي باید په ټولو زمینو کې لاپراخه شي .مونږ تل د ایران پهضد د یواړخیزو بندیزونو خلاف یوو، او په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د ایران د رواؤ تمو څخه ملاتړ کوو او د ترکیې شرکتونه په ایران کې پانګونې ته هڅوو .
د ترکیې ولسمشر دغه راز ددې خبرې په کولو سره چې د سورئې د مځکنۍ بشپړ تیا په باب د ترکیې دریځ مشخص دی ، زیاته کړه،د سورې له حکومته تمه لرو ، چې سیاسی بهیرونه دې پیل کړي . د آستانې په غونډې کې دسورئې موضوع په خاصه توګه د ایجنډا برخه ده و هیله مند یوو،ښې نتیجې ترلاسه کړو.