ایکناخبري آژانس د روئيټرز له قوله راپور راکړ،په لندن پارک کې د قټبال په یوه ګراؤنډ یا لوبغالي کې د Sisterhood په نامې سره د مسلمانو میرمنو څخه جوړ یو ټیم په عین لوبې کې د یوې لوبغاړې د بدلولو په حال کې دی. په داسې حال کې چې دهغه په ځاي بله لوبغاړې راځي،د هغې یوه ملګري لوبغاړې هغې ته غږ کوي،سکارف دې سم کړه. دلته سکارف دلوبې خنډ نشي کیدلی؛؛::
د مازدیګر له ګرمئ سره سره، د ټیم ټوله لوبغاړې له سره رانیولې تر پښو پورې د کلب په تور رنګونو قالیو سره پتې دي،تقریبا ټولو سکارف او ستر کړی دی په هغهو کې یوې ه م اوږده عبا اچولې ده.
د لوبې په څندې کې، د ټیم یوې غړې مصلا غوړولې ده او دعا کوي، له دې سره په یووخت د هغې دټیم (Sisterhood)نوره غړې، په صورتي او آبی رنګه وردۍ سره د برازیل د میرمنو رهبرۍ ټیم سره لوبه کوي.د Sisterhood ( د بلل شوي خوئيندو)ټیم غړې دوه برابره شوي دي او ټول لوبغاړي ئې تر سلو پورې رسیدلی دي او خپلو غړو لوبغاړو ته اجازت ورکوي له فټبال لوبې خوند واخلي،بې له دې چې څوک ورڅخه د اسلامی لباس او دهغو د حجاب یا سکارف په باب پوښتنه وکړي.
دیرش کلنه کماره ډيوس په دې باب وائي،دا د مسلمانو میرمنو لپاره د فټبال یو کلب دی چې راځي او په آزادۍ او آرامښت سره پخپلې وردئ او لباس سره لوبې کوي.
دغه باشګاه یا کلب همداراز مسلمانو میرمنو ته فرصت ورکوي،څو هغه دودیز رول لوبنې چې له دوي ئې تمه کیږي،د هغوي په خپلې وینا خوند ترې اخلي.
د Sisterhood سومالیائي بریتانوي فټ بال کلب بنسټګره میرمن یاسمین عبداللهي دغه کلب ، خپلو دیني فرایضو ته د مسلمانو میرمنو د پابندۍ او په ډيرو مسلمانو میرمنو کې له سپورټس سره دګروهنې لپار ه د یوې لارې په توګه جوړ کړی دی.
په دې ټکي دټينګار لپاره، د بلل شوو خوئيندو ټيم یا کلب(Sisterhood) د ستر یو داسې عکس لري چې فیفا (د فټبال نړیوال فیډریشن) په چټي دلیلونو سره په ۲۰۰۷کال کې ممنوع کړی دی.دغه ممنوعیّت یوازې په ۲۰۱۲کال کې کم شو او ستر یا سکارف په ۲۰۱۴کال په بشپړ ډول جایز او مجاز او قانوني شو.