ایکنا- په لندن کې د مسلمانانو، عیسویانو او سیکانو یوې ډلې فعالانو د اسلامضده دریځونو د غندلو په موخه لاریون وکړ.
د خبر لمبر: 3493636 خپرونې تاریخ : 2026/11/17
ایکنا- یو تازه راپور ښئي چې په تېرو څو لسیزو کې د اروپا په ګڼو هېوادونو کې د مسلمانانو نفوس تر پام وړ پورې زیات شوی دی.
د خبر لمبر: 3493591 خپرونې تاریخ : 2026/11/08
ایکنا- د جنګ ضده فعالانو یوې ډلې دپرون ناوخته د لندن په ګرځندوي نړیوال نندارتون کې د صهیونیستي رژیم د سټال مخې ته په ټولېدو سره، د فلسطین پر مظلومو خلکو د دغه رژیم د وحشي ډوله جنایتونو په ضد خپل اعتراض څرګند کړ.
د خبر لمبر: 3493573 خپرونې تاریخ : 2026/11/04
ایکنا- د انګلستان د پارلمان یوه غړي د کرکې پر بنسټ د ترسره کېدونکو جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د لا سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3493568 خپرونې تاریخ : 2026/11/03
ایکنا- د سویډن یوې محکمې د ښي اړخي افراطي بهیر پر غړې «جید سندبرګ» د کرکې د جرم او قرآن کریم ته د سپکاوي له امله د محکومیت حکم صادر کړ.
د خبر لمبر: 3493563 خپرونې تاریخ : 2026/11/02
ایکنا- د انګلستان د ګلاوسټر ښار یوه فیلمجوړونکي مستند فیلم جوړ کړی، چې د دې ښار د مسلمانې ټولنې تاریخ او تجروبې انځوروي.
د خبر لمبر: 3493549 خپرونې تاریخ : 2026/10/29
په امریکا کې د سنډیاګو اسلامي مرکز ته امنیتي ګواښ
د ایکنا خبري اژانس د ینېشفق د راپور له مخې، ځايي پولیس د موضوع د څېړلو لپاره په کیلیفورنیا کې جومات ته واستول شول. چارواکو د عامه خوندیتوب خبرداری هم خپور کړ او د خلکو د امنیت د ساتنې لپاره یې د سیمې شاوخوا لارې او ځایونه په لنډمهاله توګه وتړل.
د خبر لمبر: 3493547 خپرونې تاریخ : 2026/10/29
ایکنا- په فرانسې کې د یوې وسلهوالې حملې له پېښېدو وروسته، د دغه هېواد مسلمانو مشرانو د کرکې د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ او د هغو کسانو د حساب ورکولو غوښتنه ئې وکړه چې د کرکې او دښمنۍ لمسؤنکي دي.
د خبر لمبر: 3493535 خپرونې تاریخ : 2026/10/27
ایکنا- د انګلستان د لوټن ښار یو جومات، چې څه باندې ۵۰ کاله وړاندې ئې په یوه ساده کور کې فعالیت پیل کړی و، اوس د خپل تاریخ نوي پړاو ته د واریدیدا په درشل کې دی.
د خبر لمبر: 3493534 خپرونې تاریخ : 2026/10/26
ایکنا- د قرآن کریم د یوې خطي نسخې یوه پاڼه، چې له اوو پېړیو څخه ډېر لرغونوالی لري، ټاکل شوې ده په لندن کې د «کریسټیز» (Christie’s) د لیلام په کور کې وپلورل شي.
د خبر لمبر: 3493518 خپرونې تاریخ : 2026/10/24
ایکنا- په ټول انګلستان کې محصلین د یوې اونۍ په اوږدو کې د رضاکارانه فعالیتونو او مالي مرستو د ټولولو په یوه کمپاین کې ګډون کوي، څو له اړمنو ماشومانو سره مرسته وکړي.
د خبر لمبر: 3493501 خپرونې تاریخ : 2026/10/20
ایکنا- د انګلستان د لندن دویم «حلال فورم» به د سوداګریزو فعالانو، پانګوالو، د پالیسۍ جوړونکو او د حلال صنعت د استازو په ګډون جوړ شي.
د خبر لمبر: 3493451 خپرونې تاریخ : 2026/10/10
ایکنا- د فلسطین د ملاتړ نړیوال ائتلاف په یوې اعلامیې کې د نړۍ په سلګونو سیمو کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو پر ضد د ولسي پاڅون او اعتراضونو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3493449 خپرونې تاریخ : 2026/10/10
ایکنا- د الازهر د افراط پالنې پر وړاندې د مبارزې څارونکي ادارې په یوې اعلامیې کې څرګنده کړې چې د «زما له جومات څخه لیدنه وکړئ» نومې کمپاین ، د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د کرکې له خپرونې سره د مبارزې په لور یو ګام دی.
د خبر لمبر: 3493407 خپرونې تاریخ : 2026/09/30
ایکنا- په انګلستان کې یوې مسلمانې اجتماعی فعالې ټولنې د یوه ملاتړیز پروګرام له لارې،د ټولنیزې پاملرنې په توګه په مسلمانو ماشومانو داسې پيکیجونه وېشلې دي چې قرآن کریم، د لمانځه سجاده یا لمانځۍ او نور دیني توکي پکې شامل دي، او د دغو ملاتړونو د پراخولو غوښتنه یې کړې ده.
د خبر لمبر: 3493392 خپرونې تاریخ : 2026/09/28
ایکنا- احصایې ښئي چې په ۲۰۲۴ کال کې د بریتانیا د جوماتونو پر وړاندې د اسلام ضده پروسې له زیاتیدونکو پېښو وروسته، د دغه هېواد حکومت د جوماتونو د امنیت لپاره خپله بودجه زیاته کړې ده.
د خبر لمبر: 3493390 خپرونې تاریخ : 2026/09/27
یوه تاریخي فیصله!
ایکنا- د انګلستان د شین ګوند مشر د انګلستان د یوه لوی ګوند په اوسمهال تاریخ کې لومړنی ماډرن مشر شو چې په ښکاره ئې پر صهیونیزم نیوکه وکړه.
د خبر لمبر: 3493389 خپرونې تاریخ : 2026/09/27
ایکنا- د ملایشا د حلال ۲۲ نړیوال نندارتون په ترڅ کې به د دغه هېواد د حلال صنعت په برخې کې د فعالو ښځو لپاره ځانګړی پلیټ فورم جوړ شي.
د خبر لمبر: 3493369 خپرونې تاریخ : 2026/09/22
ایکنا- په بریتانیا کې د اسلام ضده او د کډوالۍ ضد سیاستونو له زیاتېدو سره هممهاله، په لندن کې یو هنري نندارتون د دغه هېواد او اروپا د مسلمانانو تاریخ ته په هنري بڼه کتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3493294 خپرونې تاریخ : 2026/09/08
ایکنا- په لندن کې د اسلام ضد یو لاریون د افراطي ښي اړخي ډلې د لږ شمېر پلویانو په ګډون او له مخالفو لاریون کوونکو سره د نښتو په ترڅ کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3493262 خپرونې تاریخ : 2026/09/01